د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:د ناټو دوه سرتیري وژل شوي دي


ناټو وايي، دوه سرتیري يې تیره ورځ په جلا جلا پیښو کې وژل شوي دي.
ناټو په یوې اعلامیه کې ویلي یو سرتیری يې د افغانستان په ختیځ او بل په جنوب کې د وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

نړیوالو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو د هویت او د برید د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

په روانه میاشت کې تر اوسه پورې په افغانستان کې د ۶ امریکايي سرتیرو په ګډون ۹ بهرني عسکر په مختلفو پیښو کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG