د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱‍۶ تنه طالبان وژل شوي دي


د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي. دوی وايي، په دې سربېره په يوه هوايي بريد او نښته کې د دوو ځانمرګيو په ګډون نهه تنه نور وسله وال وژل شوي دي.


چارواکي وايي، د غزني په مقر، ګېرو، اندړو، ګيلان او قره باغ ولسواليو کې يې له تېرو لسو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې پکې تر اوسه پورې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

دوی وايي، پيل شوي عمليات ملي ځواکونو په ګډه پيل کړي او کېدای شي يوه اوونۍ نور هم دوام وکړي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، په عملياتو کې له وسله والو څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

دی وايي، تر اوسه پورې په عملياتو کې افغان سرتېرو او عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی وراوښتی.

"د عملياتو په دوو وروستيو ورځو کې په ګيلان او مقر ولسواليو کې له طالبانو سره نښتې شوې دي چې په يوه نښته کې درې او په بله کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي. په دې سربېره د شهباز دوکانونو او اسپندې تر منځ پر څو تنو وسله والو چې د سړک پر غاړه يې ماين خښاوه، د ملي اردو سرتېرو بريد کړی دی چې پکې دوه تنه وسله وال وژل شوي دي. دغه عمليات اوس هم دوام لري او کېدای شي څلور، پنځه ورځې نور هم دوام وکړي."

بله خوا بيا د غزني د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخواه وايي، تېره ماښام د دغې ولسوالۍ په شېله سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده چې پکې دوه تنه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

"په شېله کې يوه مدرسه ده، له هغه ځايه طالبانو د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، خو په ځوابي ډزو کې دوه تنه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي."
XS
SM
MD
LG