د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلاشینکوف مړ شو


میخاییل کلاشینکوف، د اې کې – ۴۷ توپک جوړونکی د ۹۴ کلونو په عمر نن مړ شو. د کلاشینکوف توپک په نړۍ کې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په هره شخړه کې په پراخه توګه کارول کېږي.


کلاشینکوف د دغه توپک په جوړولو سره په پخواني شوروي اتحاد او بیا وروسته په روسیې کې ګڼې جایزې اخیستې دي. کلاشینکوف په دویمه نړیواله جګړه کې جنګېدلی وو او د جنګي مشینرۍ او وسلو په باب یې خپله پوهه وکاروله، او ګڼې ډول ډول نوې وسلې یې جوړې کړې خو اې کې – ۴۷ یې یو له بهترینه وسلو ګنل کېږي. اې کې "AK" د اټوماټ کلاشینکوف "Avtomat Kalashnikov لنډ ټکی دی. نوموړی د اېژیوسک، په اورمورتیا کې ومړ، چېرته چې هغه په کلونو کلونو ژوند تېری کړی او هم هلته یوه کارخانه کې کلاشینکوفونه هم جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG