د لاسرسي ځای

صادق ماما مازیګر مهال په تودو شګو کې وږي او د جوارو دانې وریتوي او بیا یې پلوري چې د هغه په وینا په ژمي کې یې پرې د کور ګوزاره ښه روانه وي.

د کراچۍ په ساحلي سیمه فیشري کې د نیول شویو مایانو د پلورلو او پېرودولو لپاره هره ورځ یوه ګڼه ګوڼه جوړه وي، د همدې بازار په یوه کونج کې هر مازیګر صادق ماما د نینو ریړۍ دروي او د شپې تر ناوخته د جوارو وږي او نینې خرڅوي. د ۵۵ کلن صادق ماما له ګونجو ډک مخ په هره ګونجه کې د دردونو او غمونو کیسې لیک دی.


صادق ماما مازیګر مهال په تودو شګو کې وږي او د جوارو دانې وریتوي او بیا یې پلوري چې د هغه په وینا په ژمي کې یې پرې د کور ګوزاره ښه روانه وي.

''زما دا ځای وګوره دا په دې تودو شګو سوې دی، سترګو ته مې کله کله شګه یا مالګه غورځیږي بیا تر ډېره پورې سترګه خلاصولی نشم او په یوه سترګه لګیا یم کار کوم ،ریړۍ مې هم داسې ده، چې د کولمو په زور یې په دې کچه سرکونو کې راکاږم، کار مې مشکل دی خو بیا هم پکې خوشاله یم"

د مومند قبیلې دا وګړې چې کله زلمی و نو هېڅکله یې دا فکر نه و کړې چې د کراچۍ د سمندر په غاړه په ریړۍ کې نینې او وږي خرڅوي، ځکه چې نوموړي په هغه وخت کې د جلال اباد په نجم المدارس کې زده کړې کولې او د جج یا قاضۍ د جوړیدلو خوبونه یې لیدل، خو په افغانستان کې هغه وخت ایله پېل شویو جګړو دده تعلیمي ژوند ورخراب کړو.

"دشریعتو فاکولته مې ویله خو تعلیم مې نیمګړی پاتې شو، زه اخواني وم، هغه وخت ونیول شوم ، بیا زنداني شوم او وهل ټکول مې وخوړل"

صادق ماما وایي د زندان څخه تر خوشې کیدو روسته پیښور ته کډوال شو او د هغه ځایې څخه به هر کال د څلورو میاشتو لپاره افغانستان ته تلو او هغه وخت دغلته د راغلو شوروي اتحاد له پوځیانو سره به جنګیدو، خو د څو کلونو له تګ وروسته ځینو پیښو د هغه ژوند بدل کړو او هغه ټوله توجه خپلې مزدورۍ پله راواړوله او له پیښوره کراچۍ ته راغلو.

"جهاد مې په باقاعده ګۍ سره کړی دی خو بیا ځینې داسې پیښې مې ولیدې چې زما ضمیر نه منلې ،ماته مې وجدان دا اجازه نه راکوله چې زه هم دغسې وکړم نو ځکه خو تر ۵ کلونو د جهاد وروسته کراچۍ ته ګډه شوم"

پخوانی مجاهد او اوسنی محنت کش صادق ماما وایي په افغانستان کې جنګونو نه یوازې دده کور او کلی کنډواله کړی ، بلکې دده او دده د ښونځي د نورو ملګرو د ښه راتلونکي لپاره لیدونکي ټول خوبونه یې هم د خارو سره خراب کړي دي . نوموړی اوس ځان کلک پښتون او د پښتنو د ولسي شاعر ملنګ جان مرید ګڼي او زیاتره وخت د ملنګ جان په شعرونو ویلو تیروي.
((ملنګ جان سره زما دومره مینه ده چې نشم ویلی، د هغه د مینې ستن زما په دماغو کې وهل شوې ده . هغه یو ځایې وایي:

موسم د پسرلي دی ولې زه پرې نه پوهیږم، په ما باندې توپان
ستم د زمانې د لاسه ورځ په ورځ ژړیږم، په برخه مې خزان
موسم د پسرلي دی په هوا بوي د جنت ځي، خو زړه چې په قلار وي
بې درد به ځي میلو ته ،په غمجن به جوړ قیامت وي ، چې ما غوندې بیمار وي
خندل د هغه مشر سره څه مناسبت که ، چې قام یې خوار و زار وي
ګلان ټول په خندا دي زه له ډېر غمه ژړیږم ، په مخ مې رود روان

د کونړ ولایت د کاویړ کلي څخه کراچۍ ته ګډوال شوی دا پښتون جنګ تر هر څه بدتر ګڼي او هغه ده او دده کورینۍ ته د اوښتو ټولو ستونزو پړه په جنګ وراچوي . هغه وایي که جنګ یې وطن ته پیښه نه وې کړې نو دغه کړاونه چې دې ورسره د ځوانۍ له ورځو تراوسه لاس او ګریوان دی ، شاید ده نه وې ګاللی.

XS
SM
MD
LG