د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: رايه د سولې لپاره سيمينار تر سره شو


د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل چې که ټول افغانان په ټاکنو کې برخه واخلي، نو په راتلونکی کې به يو پر امنه افغانستان ولري.

په ننګرهار کې د مختګ مشورتي ادارې له اړخه د رايه د سولې تر سرليک لاندې يو ورځنی سيمينار تر سره شو. په دغه سيمينار کې د نظر خاوندانو د ويناوو او بحثونو له لارې خپلې تجربې له اړوندو مسوولينو سره شريکې کړې.


دغه يو ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ د جلال اباد په يوه مقامي هوټل کې تر سره شو چې پر دولتي چارواکو سربيره په کې د پوهنتون استادانو او د مدني ټولنو يو شمير استازو برخه لرله.
د مختګ مشورتي ادارې مشر محمد حليم فدايي وويل: په دې خاطر يې غونډه رابللې چې د ټاکڼو په اړه اړوندو ادارو ته ځانګړې سپارښتنې او وړانديزونه ولري.

"ټاکنې ډيره مهمه ملي موضوع ده، د ملت سرنوشت ورسره تړل شوی، نن ورځ موږ په ځانګړي ډول باندې په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو په اړه د مختلفو ذيدخلو اړخونو چې په هغې کې والي صاحبان، د پوهنتون استادان، د ټاکنو مسوولين او نورې مدني ټولنې شاملې دي تر څو وکولای شوو د ټاکنو خپلواک کميسيون او او ټولو پاليسي جوړونکو ته ځانګړي مشخص وړانديزونه او سپارښتنې ولرو."

حنیف ګردیوال
حنیف ګردیوال
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل چې که ټول افغانان په ټاکنو کې برخه واخلي، نو په راتلونکی کې به يو پر امنه افغانستان ولري.

"لکه څنګه چې د دې پروګرام عنوان دی رايه د سولې لپاره، دا واقعي خبره ده چې يو له بل سره تړلې خبره ده، او په دې فکر باندې چې په دې وطن کې امن دی، سوله ده او هر څوک په خپل ډاډه زړه باندې رايه ورکړی شي، دغه انتخابات په سهي شکل باندې تر سره شي، نو انشا الله هغه اميدونه چې موږ او تاسو يې لرو چې راتلونکي ته د سولې او امن افغانستان ولرو، بايد ټول په ټاکنو کې د زړه له اخلاصه برخه واخلي."
دلبر جان ارمان
دلبر جان ارمان

په ټولنيزو چارو د افغانستان د ولسمشر سلاکار وزير دلبرجان ارمان وويل چې دولت مسووليت لري چې د ټاکنو لپاره پر امنه فضا رامنځته کړي.

"رايه د سولې سره مستقيماٌ اړه لري او سوله له رايې سره مستقيمه اړه لري. که موږ د ارادې مطابق رايې استعمال کړې، سوله به خامخا راځي، دولت به په ټول توان باندې کوشش کوي چې هم امنيت راولي او هم ډيرې پر امنه ټاکنې وکړې، او هم ولس ته د انتخاباتو د کميسيون له لارې فهم و درک ورکړي چې هغې باندې بيا موږ او تاسو شفافې ټاکنې وکړی شوو."
حلیم فدايي
حلیم فدايي

د مختګ ادارې چارواکي وايي چې دوی به د افغانستان په لويو ولايتونو کې ورته مشورتي غونډې ولري، څو په دې وتوانيږي چې راتلونکې ټاکنې د يوه پر امنه او باثباته افغانستان زيرې ولري.
XS
SM
MD
LG