د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امن به د پاکستان او افغانستان ولسونه راوړي'


د افغانستان و پاکستان دولتونه دې د یو بل ضد منفي تبلیغات ودروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00

د افغانستان و پاکستان دولتونه دې د یو بل ضد منفي تبلیغات ودروي

له جرمني دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر سیف الله وايي، دا خبره سمه نه ده چې ګنې د افغانستان او پاکستان د حالاتو سمولو کیلۍ د نړیوالو قوتونو په لاس کې ده. دې چابۍ د دواړو هېوادونو له ولسونو سره ده.

د پېښور پوهنتون د سیمه ییزه مطالعاتو مرکز کې د پاکستان، افغانستان د ولسي تړون تر سوري لاندې د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د رسنیو د رول تر سرلیک لاندې دوه ورځنی کانفرنس بېګا ماښام پای ته ورسېدو.


د کانفرنس په پای کې د یوه پرېکړهلیک له لارې د دواړو هېوادونو له دولتونو څخه غوښتنه وشوه چې د یو بل پر ضد دې له منفي تبلیغاتو او د یو بل پر ضد دې د خپلې خاورې له کارولو هم ډډه وکړی او دواړه دولتونه دې پر پوله دې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي-

ددی کانفرنس په پای کې له کابله راغلی ډاکټر خوشال روحي د دې کانفرنس د مشترکه اعلامیې د مهیمو برخو په اړه مشال راډیو ته وویل:

"د پاکستان او افغانستان له دولتونو غوښتنه کېږي چې د یو بل په خاوره د بریدونو کلکه ډډه وکړي او هم دا راز دې په پوله د تره ګریزو فعالیتونو مخه ونیسي او په دې برخه کې دې جدي او عملي ګامونه پورته کړي، پر یو بل د تورونو لګولو او منفي تبلیغاتو چې د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمینځ د بې باورۍ سبب ګرځي، کلکه ډډه وکړي، پاک افغان ولسي تړون د پاکستان د حکومت د دې وینا کلک هرکلی کوی چې په افغانستان کې یواځې د منتخب دولت ملاتړ کوي او د کومې ځانګړې ډلې له ملاتړه ډډه کوي"

دې کانفرنس ته پخپله وینا کې د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز ډائریکټر ډاکټر سرفراز خان وویل چې په موجوده حالاتو کې باید خلک له ځان سره ملګري کړل شي:

"عقل او فکر ولاړ نه دی حرکت کې دی،او ضرورت دا دی چې فکر دومره پراخ وي چې خلک وباسی د ځان نه بلکه خلک د ځان سره ملګری کړی، دا یوه بنیادي خبره ده او خلک له ځان سره ملګری کول دي او خلک له ځانه شړل نه دي، د دې لپاره د سولې د روغې جوړې د مینې د علم د پوهې د مبارزې او د پرمختګ لاره ده او نه چې د جګړې، موږ اکثر داسې وایو چې د امن لپاره جنګ کوم خو زه وایم د امن لپاره هم جنګ نه کوم د امن لپاره مبارزې ته تیار یو خو ددی لپاره جنګونه نه کوو"

له کابله دې کانفرنس ته راغلی د افغان د کلتوري جرګې یو مشر اکبر جان پولاد د دې کانفرنس پرمهال وویل: (( افغان ولس که د لر دی او که د بر، دغه ولسونه ۳۵ کلنې جګړې او په دې جګړه کې د هیوادونو د سیاستونو له وجې ډېر اغیزمن شوي دي، که دا زموږ اقتصاد دی او که علمي برخه ده او که امن دی، موږ ولسونه باید د دې لپاره وهڅوو چې دوی په ګډه کار وکړي او د خپل پرمختګ لپاره او په سیمه کې د امن لپاره او په سیمه کې د تعلیم د عامولو لپاره کار وکړي او یو بل ته د مرستې لاس ورکړي او له دغه مصیبته په ګډ ه ځان خلاص کړي))

له جرمني دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر سیف الله مشال راډیو ته وویل چې په مکمله توګه دا خبره سمه نه ده چې ګنې د افغانستان او پاکستان د حالاتو د سمولو کیلۍ د نړیوالو قوتونو په لاس کې ده.

"خلک به ډیرې خبرې کوي چې چابۍ د امریکا او د اروپایي هیوادونو په لاس کې ده خو د دې کیلۍ زموږ په خپل لاس کې ده، پکار ده چې موږ خپلو کې لاسونو سره یو کړو، اړیکې مظبوطې کړو، علم حاصل کړو او د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت باید چې وده وکړي او د دې ودې په وسیله به خلکو ته روزګار پیدا کېږي او له جنګه به لرې کېږي او دا یې یواځنۍ لاره ده."

د افغانستان له خوست ولایته دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر تاج الدین ملتمل مشال راډیو ته وویل"

"لکه چې وايي، د ولس زور د خدای زور دی نو موږ په دې عقیده لرو چې زموږ د ولسونو اواز به یوه ورځ داسې حد ته ورسي چې هغه به دولتونه او حکومتونه مجبوروي چې د دواړو هېوادونو د منافعو په خاطر په دواړو هېوادونو کې د امن، سولې او ثبات په خاطر به خپلې توانمندیانې په کار واچوي."

په دې دوه ورځني کانفرنس کې د دواړو هیوادونو د مدني ټولنو، رسنیو او علمي څانګو شاوخوا ۹۰ استازو ګډون وکړو او دواړو هیوادونو د ولسي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د شته ستونزو عواملو او د حل په لارو چارو تفصیلي بحث وکړ.
XS
SM
MD
LG