د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان دولتونه دې د یو بل ضد منفي تبلیغات ودروي


د افغانستان و پاکستان دولتونه دې د یو بل ضد منفي تبلیغات ودروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00

د پېښور پوهنتون د سیمه ییزه مطالعاتو مرکز کې د پاکستان، افغانستان د ولسي تړون تر سوري لاندې د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د رسنیو د رول تر سرلیک لاندې دوه ورځنی کانفرنس بېګا ماښام پای ته ورسېد. د کانفرنس په پای کې د یوه پرېکړهلیک له لارې د دواړو هېوادونو له دولتونو څخه غوښتنه وشوه چې د یو بل پر ضد دې له منفي تبلیغاتو او د یو بل پر ضد دې د خپلې خاورې له کارولو هم ډډه وکړی او دواړه دولتونه دې پر پوله دې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي- د مشال خبریال غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG