د شمالي وزیرستان پولیټکل انتظامیې او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې د ماسپښین له (دوه نیمو بجو تر شپږو بجو ګرځبیندیز (کرفیو) اخیستل شوی.
دې چارواکو وویل چې شمالي وزیرستان ته ورتلونکې او تلونکې ټولې لارې خلاصې دي او خلک بې له څه وېرې او اندېښنې په دې دورانیه کې تګ راتګ کولای شي.
د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې له تېرو شپږو اوو بجو راهسې په پرله پسې توګه پر ګرځېدلو بندیز وو.
دا بندیز له هغه وورسته ولګېدی چې لومړی د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګی برید شوی وو او بیا د ځايي خلکو په وینا پاکستانیو ځواکونو په میرعلي او شاوخوا سیمو کې بمباري وکړه او څه باندې څلوېښت عام خلک یې ووژل.
خو د پاکستان د پوځ چارواکو د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه څه ونه وايي، البته په یوه بیان کې یې دا وویل چې دوی پر امنیتي ځواکونو د برید په ترڅ کې اوویشت وسله وال ووژل.