د لاسرسي ځای

اسفندیار ولي: طالبان په تشدد خپله عقیده په خلکو نه شي منلای


بشیر احمد بلور

بشیر احمد بلور

عوامي نیشنل ګوند نن د یو لړ غونډو په ترڅ کې د خپل یو پخواني مشر بشیر احمد بلور یاد مانځي. نوموړی د نن نه یو کال وړاندې په هم دې ورځ دپېښور په کیسه خوانۍ کې دیو ځانمرګي برید پر مهال وژل شوی و.

د بشیر احمد بلور د تلین پر موقعه نن ماسپښین د پېښور په نشتر هال کې یوه لویه غونډه وشوه چې په کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو، د بلور د کورنۍ غړو او د هغه مینه والو برخه واخیسته.

پر دې موقع د عوامي نشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان وویل ً طالبان دې د تشدد لاره پریږدي، د پښتنو د وژلو نه دې لاس واخلي، ځکه دوی دتشدد د لارې په خلکو خپله عقیده نشي ور تپلیً.

د عوامي نشنل ګوند يو مشر ميا افتخارحسين نن مشال ريډيو ته وویل د ګوند مشران او غړي د بشیر بلور له وينې سره لوظ کوي چې د خپلې زمکې لپاره به د هرقسمه قربانۍ نه ډډه نه کوي :

دا په داسې حال کې ده چې د عوامي نشنل ګوند مخکښ او د خیبر پښتونخوا د پخواني سینیر وزیر بشیر احمد بلور د لومړي تلین پر مهال د یاد ګوند له خوا په بېلا بېلو سیمو او ښارونو کې هغه ته د عقیدت وړاندې کولو لپاره د غونډو تابیا شوېده.

بشیر احمد بلور یو کال وړاندي د دسمبر پر ۲۲ مه نیټه په پیښور کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. وسله والو طالبانو د هغه د وژنې پړه منلې وه.

بشیر بلور د خیبر پښتونخوا په یو څو هغه سیاسي مشرانو کې وو چې له هرې بمي چاودنې او یا کومې بلې پیښې سمدستي وروسته به یي د پیښې ځای ته ځان رسولی وو.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسین وایي ً د بشیر بلور کمی پر هر ځای محسوسويً .

د بشیر بلور زوی عثمان بلور وایي ً [زما پلار] به زیاتره په کور کې هم دا ویل چې د ده لپاره باید زیات فکر ونکړي ځکه چې سیاست او د خپلو خلکو خدمت یي کار دی او غواړي دغه کار سر ته ورسويً.

بشیر بلور د ۱۹۷۰ په لسیزه کې په عملي سیاست پیل وکړ. نوموړي په خپلو زده کړو کې قانون لوستی وو او د پيښور های کورټ بار غړی هم پاتې شوی وو. د وژل کېدو پر وخت د بشیر احمد بلور عمر نهه شپېته کاله وو.


XS
SM
MD
LG