د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ خبرې ورو پرمختګ کوي.


یو ایرانی مرکچي وايي چې د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ د دغه هیواد د اټومي پروګرام د موقتي موافقې د عملي کېدو پر څرنګوالي تخنیکي خبرې ورو پرمختګ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي ایرنا خبري اژانس ته وویل، تمه ده چې د سویس په جینوا کې خبرې نن دوام وکړي.

عراقچي په خپله په دې خبرو کې، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، ګډون نه لري. د هغې موافقې له مخې، چې د نوومبر په څلریشتمه وشوه، ایران منلې چې د لوېدیځوالو له لوري د بندیزونو د نرمولو په بدل کې به لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره د خپل اټومي پروګرام ځیني فعالیتونه ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG