د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېټو او افغان حکومت له ۲۰۱۴مه وروسته د پاتې کېدونکو نېټو ځواکونو په اړه خبرې پیل کړې


ناټو او افغان حکومت پر دی سره خبرې پيل کړي چې د راتلونکې کال وروسته به ممکنه څومره شمير کې ناټو پوځي سرتيرې په افغانستان کې پاتې کيږي.

د ناټو عمومي منشي اندري فوع راسموسين د خالي په ورځ په يوه بيان کې ويلي وو چې د ناټو د يو مشر اولسي استازي موريکس ياخېن او د افغانستان د قامي امنيت سلاکار رنګين دادفرسپانتا ترمنځ خبرې شورو شوي دي.

خو راسموسين پر دی خبره ټينګار وکړ چې ترهغو به د ناټو او افغان حکومت ترمنځه په دی اړه قرارداد ته کومه اخرۍ بڼه ور نه کړل شي تر څو چې د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي او دفاعي تړون نه وي لاس ليک شوی.

د کابل او واشنګټن ترمنځ تړون امريکا ته لار هواره وي چې د ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې خپل پوځونه پاتې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG