د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په قبایلي سیمو کې دي هم بلدیاتي ټاکنې وشي'


د قبایلي سیمو سیاسي مشران د مشال راډیو په یوه بحث کې
د قبایلي سیمو سیاسي مشران د مشال راډیو په یوه بحث کې
د قبايلي سيمو د ولس پارلماني استازو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د ملک د نورو برخو غوندي دي په قبايلي سيمو کې هم بلدياتي انتخابات وکړي. د پارلمان د دې غړو په وینا ، له دې سره به د قبایلي سیمو خلک په ملکي بهیر ورګډ شي او محرومۍ به یې ختم شي.

دا څرګندونې له قبایلي سیمو سره اړه لرونکو د سېنټ غړو د جمعې په ورځ په ترسره شوې د سېنټ غونډه کې وکړې.

سنېټر نجم الحسن وويل چې له تيرې څه مودې راهسې موږ د بلدياتي انتخاباتو غوښتنه کووخو تر اوسه مثبت جواب نه دی راکړل شوی.

د کرمې ایجنسۍ له پاړه چناره د قومي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن طوري وویل چې له تېرو پنځه شپېتو کالو قبایلي سیمې محرومه ساتل شوې دي.

د قومي اسمبلۍ لپاره له جنوبي وزيرستانه ټاکل شوي استازي محمد جمالدين غوښتنه کوي چې اختيارات دي د پوليټکل ايجنټ پر ځای د ولس ټاکلو استازو ته ورکړل شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG