د لاسرسي ځای

'پرویز مشرف ته دي د مرګ یا ټول عمر بند سزا ورکړل شي'


د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف

ریاض موساخېل

اسلام اباد : د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د ۲۰۱۱م کال د نومبر پر ۳مه نېټه په ملک کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) لګولو زمه وار یوازې د هغه وخت پوځي ولسمشر پرویز مشرف وو.

پاکستاني حکومت د پخواني جنرال پرویز مشرف پر ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو لپاره له جوړ شوي ځانګړي عدالته غوښتنه کړې ده چې خصوصي عدالت ته خواست کړېدی چې پرویز مشرف ته دي د مرګ سزا ورکړل شي یا دي ټول عمر په بند محکوم شي.

بل پلو پرويز مشرف د ځان پر ضد د دې ځانګړي عدالت د رامنځ ته کېده پر خلاف د اسلام اباد په های کورټ کې اپیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG