د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویډن: افغان ژباړونکو ته د استوګنې اجازه ورکوي


سویډن هغو افغانانو ته چې له سویډني پوځیانو سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه کار کړی؛ په سویډن کې د استوګنې اجازه ورکوي.


د سواریاس په نوم د سیمه ایزې راډیو د راپور له مخې د سویډن وسله والو ځواکونو او د کډوالو چارو وزارت په دې اړه چې په کوم شمېر افغانانو ته به د اړوندو ادارو له خوا په سویډن کې د استوګنې اجازه ورکړل شي، جزییات نه دي افشا کړي.

اکثر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه کار کړی، شکایت کوي چې له بهرنیانو سره د کار په خاطر له حملو او یا د حملو له ګواښ سره مخامخ کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG