د لاسرسي ځای

د غزني د ځينو ولسواليو ولسوالان وايي، د ولسواليو د اوسېدونکيو يوه لويه برخه ځوانان يې د ولورونو په ګټلو پسې له هېواد وتلي چې ځينې يې په پرديو مزدوريو کې مري.

د غزني د ځينو ولسواليو ولسوالان وايي، د ولسواليو د اوسېدونکيو يوه لويه برخه ځوانان يې د ولورونو په ګټلو پسې له هېواد وتلي چې ځينې يې په پرديو مزدوريو کې مري. دوی وايي، په همدې خاطر چې ولورونه راټيټ شي او ځوانان يې را په کور کړي وي، په ځينو نويو لارو چارو غور کوي.



په دې سربېره دوی وايي، راتلونکيو ټاکنو ته د لارې هوارولو او د اسلامي هېوادونو د تمدن د پلازمينې په توګه يې، د غزني د ټاکل کېد مراسمو ته د ځوانان د روزلو لپاره هم هڅې پيل کړې دي.

په غزني کې د هوا له يخېدو او د ژمي له رارسېدو سره د ناميو پېښې يوه اندازه کمې شوې ښکاري، ځکه خو اوس د دغه ولايت ځينې ولسوالان د جګړو د ګراف د راټيټولو نه، بلکې د لوړو ولورونو د ګراف د راکښته کولو خبره کوي.

د دغه ولايت د ځينو ولسواليو ولسوالان په همدې موخه په غزني ښار کې راټول شوي او د سيارې په نامه يوې ادارې ورته د غونډې تابيا نيولې دي.

ولسوالان وايي، په ولسواليو کې يې د ځوانانو يوه لويه برخه سر‌و‌کال په پرديو هېوادونو کې د ولورونو د ګټلو لپاره مزدورۍ کوي او يوه لويه شمېره پېغلې بيا د همدې ولورونو له امله، د پلرونو په کورونو کې زړېږي.

دوی وايي، د قومي مخورو په مرسته به د ولايت په ډېرو ولسواليو کې خلک په دې راضي کړي چې تر دې وروسته به يې د خوېندو او لوڼو پر سر ډېرې پیسې نه اخلي.

د غونډې يو برخه‌وال حاجي ميرزا محمد وايي، نه يوازې د ولورونو د راټيټولو لپاره بايد هڅې وشي، بلکې په خبره يې، د راتلونکيو ټاکنو لپاره له ناامنيو څخه د سيمو پاکول او د رايې ورکولو لپاره د خلکو هم هڅول هم مهم دي.

دی وايي، په غونډه کې يې په همدې اړه هم له نورو برخه‌والو سره سلا مشورې کړې دي.

"ولورونه اوس ډېر لوړ دي، بايد بيرته راکښته کړل شي، په دې برخه کې به قومي مشران او ديني عالمان له موږ سره مرسته کوي او بله خبره دا چې په را روانو انتخاباتو کې برخه اخيستل ډېر مهم دي. موږ په تېرو انتخاباتو کې سمه برخه نه وه اخيستې، اوس دا دی دومره څوک نه لرو چې خپل غم ورسره وژاړو."

د غونډې يو بل برخه‌وال او د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په ولسوالۍ کې يې د هغو پېغلو شمېر کم نه دی چې پلرونه يې ورباندې جګ ولورونه غواړي، خو څوک يې د ورکولو وس نه لري او په دې توګه د هغوی عمرونه اوس تر پنځه دېرشو کالو هم لوړ شوي دي.

دی وايي، په دې سربېره، ځينې ځوانان د ولورونو د ګټلو لپاره د طالبانو ليکو ته ورغلي، خلک لوټي او د سړک له سره د خلکو موټرونه کښته کوي.

"موږ داسې شواهد لرو چې د طالبانو د ليکو ځينې کسان وايي، هغه وخت چې ولور پوره کړي نو په هيڅ صورت به بيا جنګ و نه کړي، دوی اوس د خلکو موټرونه له سړک څخه کښته کوي او هره ناروا د دې ولور د پوره کولو لپاره کوي، خو بده خبره دا چې دغسې ځوانان خلک وژني او يا د نورو له خوا مخکې له دې چې دوی ولور پوره کړي وژل کېږي."

ولسوالان غواړي په دې سربېره راتلونکيو ټاکنو ته د ناامنيو د کمولو، د رايې ورکولو لپاره د خلکو د هڅولو او په دې سربېره د اسلامي هېوادونو د تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني د ټاکلو لپاره د خلکو د پوهولو هڅې وکړي.

تر دې وړاندې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې هم سپين ږيرو او قومي مخورو د لوړ ولور په اخيستلو بنديز لګولی وو، چې د سيمې د اوسېدونکي په خبره، ښې پايلې يې درلودې.
سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG