د لاسرسي ځای

په جمرود کې د صحي څانګې یو کارکوونکی وژل شوی دی


د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواک یو لاین آفیسر خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال ریډیو ته ویلی دی چې نن غرمه د جمرود په غونډۍ سیمه کې نا څرګنده وسلوالو د حفاظتي ټيکو پروګرام یو ټیکنیشن غلاف اپرېدی په ‌‌ډ‌زو وژلی دی.

دوی وایي چې د دې پیښې پلټنې یی پیل کړي دي. تیره اونۍ هم د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر ضد د څاڅکي ورکوونکي ډلې یو غړی نا څرګنده وسله والو په نوې ابادۍ نومي سیمه کې وژلۍ وو.

د خیبر ایجنسۍ تر څنګ د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې هم تر دې وړاندې د پولیو د مخنیوي لپاره پر کارکوونکو په وار وار بریدونه شوي چې یو شمېر په کې وژل شوي او ټپي شوي هم دي.
XS
SM
MD
LG