د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی سفير: بهرنيو وسله والو د پاکستان نوم بد کړی دی


نیویارک: د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان له سفير او مستقل استازي مسعود خان سره د مشال راډيو خبریال احمد شاه اعظمي د مرکې پر مهال
نیویارک: د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان له سفير او مستقل استازي مسعود خان سره د مشال راډيو خبریال احمد شاه اعظمي د مرکې پر مهال

مسعود خان: تر هغو چې د [سرتېرو] موجودیت د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره تړلی وي نو دا زما په نظر ښه کار دی. باید امنیتي خلا پاتې نه شي، موږ پوهېږو چې هغه سرتېري چې پاتې کېږي، هغوی به ملاتړی رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان سفير او مستقل استازی مسعود خان وايي چې په پاکستان کې د بهرنيو وسله والو شتون د دغه هيواد نوم ور بد کړی دی. نوموړی وايي، ډرون بريدونه وسله وال په نښه کوي خو دا د پاکستان د خپلواکۍ خلاف دي. دی زياتوي چې له امريکا سره پر یو شمېر پراخو مسلو په رابطه کې دی خو په عین وخت کې ځینې مشکلات هم لري چې د حل کولو هڅه يې کوي. له ښاغلي مسعود خان سره په نيويارک کې زموږ همکار احمد شاه اعظمي ځانګړې مرکه کړې چې لاندې يې تاسو لوستلای او اورېدلای شئ.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مشال راډيو: سفير صاحب! له امريکا سره د پاکستان اوسنۍ اړيکې تاسو څنګه ارزوئ؟ ټينګي او دوستانه که ترينګلې او کړکېچنې؟


مسعود خان: زه د پاکستان و امریکا اړیکي دومره په تنګ ډول نه تعریفوم. زما په اند موږ له یو بل سره پر یو شمېر پراخو مسلو په رابطه کې یو. خو په عین وخت کې موږ ځینې مشکلات لرو او هڅه یې کوو چې هغه حل کړو.


مشال راډيو: ښه، اوس به د بې پیلوټه الوتکو حملو موضوع ته راشو. تاسو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ډرون حملو موضوع پورته کړې ده او تاسې ویلي دي چې دا حملې د پاکستان د خپلواکۍ او نړیوال قانون ضد دي. خو که امریکايي لوري ته وګورو نو هلته چارواکي وايي چې پاکستان په دې لا نه دی توانېدلی چې د ترهګرۍ ګواښ يا طالبان او بهرني وسله وال ختم کړي. نو ستاسې په فکر، د ډرون بریدونو متبادل څه کېدای شي؟


مسعود خان: زه دا فکر نه کوم چې سړی په قاطع انداز کې، په عمومي ډول یوه داسې خبره کولای شي چې ګواکې پاکستان د هیواد په ډېرو برخو کې د ترهګرۍ په ختمولو کې نه دی بریالی شوی. موږ د ترهګرو پر ضد په جګړې کې د امریکا، افغانستان او نړیوالې ټولنې مرسته کړې ده، نو دا یوه بریا ده. خو د ترهګرۍ ګواښ لا په بشپړه توګه نه دی ختم شوی، دا ګواښ زموږ لپاره، افغانستان، امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره موجود دی. نو موږ باید له یو بل سره کار وکړو، خپل قوت یو ځای کړو چې دا ګواښ ختم کړو. هو، امریکا د ترهګرۍ ختمولو لپاره مختلفه کړنلار کارولې ده، موږ هم پوځي ذرایع استعمالې کړې دي، خو موږ دا فکر هم کوو چې په همزمانه ډول باید موږ له هغو ترهګرو او طالبانو سره د خبرو اترو او پرمختیا لارې هم وکاروو چې ګمراه کړل شوي دي.


مشال راډيو: سفیر صاحب، امریکا وايي، دا د پاکستان په ګټه ده چې بهرني وسله وال د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې ووژل شي، تاسې څه وایاست؟


مسعود خان: زما په اند دا سمه خبره ده، موږ ورسره سلا یو. خو موږ د بې پیلوټه الوتکو حملو منظوري او ملاتړ نه کوو او د دې وجوهات دي. لومړی، دا حملې زموږ د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي کوي. د پاکستان حکومت په رسمي ډول د وسله والو ډرون الوتکو په استعمال نه دی سلا شوی. دویم، کله چې ډرون حملې وشي نو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله ور په برخه کېږي او هغه سیمه چې پکې ډرون حمله کېږي هلته خلک په مسلسله توګه د وېرې په حالت کې ژوند کوي. موږ دا لیدلي دي چې دا حملې تاوانونه لري. د حملو په نتیجه کې د امریکا او پاکستان، د پاکستان حکومت پر ضد غوسه پارېږي. او دا حملې د نړیوال قانون خلاف دي. په ځانګړي ډول د وسله والو او ولسي وګړو تر منځ د توپیر او په حملو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې تناسب قانون خلاف دي.


مشال راډيو: مسعود خان صاحب، داسې رپورټونه ول چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو، په پټه له امریکا سره د ډرون حملو په اړه سودا کړې ده، ایا دا تګلاره اوس هم موجوده ده؟


مسعود خان: موږ ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د پاکستان حکومت هیڅ رضایت نه دی ښودلی او د ډرون حملو کولو اجازه نه ورکوي.


مشال راډيو: تاسې څه فکر کوئ چې د پاکستان پر خاوره مېشتو بهرنیو وسله والو تر کوم حده، په نړۍ کې د پاکستان نوم بد کړی دی؟


مسعود خان: هغوی زموږ نوم بد کړی دی. هغوی پاکستان ته او په نړۍ کې د دې هیواد وقار او عزت ته لوی تاوان رسولی دی. همدا وجه ده چې موږ هیواد له ترهګرۍ او وسله والو پاکول غواړو. دا وسله وال د پاکستان ولس برخه نه دي، هغوی ډېر کم یا لږکي عناصر دي او زموږ ولسي ابادۍ ته ګواښ دي. هغوی بې وسلې ملکیان په نښه کوي او وژني یې.


مشال راډيو: مسعود خان صاحب، افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان د سولې او ثبات کلید یا چابي له پاکستان سره ده، تاسې څه وایاست؟


مسعود خان: امریکا د افغانستان مهم ملګری هیواد دی او هلته له تېرې یوې لسیزې راهیسې د ترهګرۍ او وسله والو پر ضد جنګېږي. افغانستان او امریکا نېږدې ملګري دي. موږ هم د امریکا ملګري یو او پاکستان د افغانستان نېږدې ملګری او ګاونډی هیواد دی. نو هو، موږ له یو بل سره رښتې لرو. خو دا باید و نه وایو چې د سولې چابي له پاکستان و امریکا سره ده. دا چابي له افغان ولس، حکومت او ټولو سیاسي قوتونو سره ده. په حقیقت کې هغوی باید سره یو ځای شي، اتحاد وکړي، او هغوی باید خپل برخلیک یا تقدیر وټاکي، او چې هغوی خپله راتلونکې ټاکي، خپلې فیصلې کوي نو باید له بهره هیڅ مداخله ونشي.

مشال راډيو: ایا تاسې به له دې خبرې انکار کوئ چې افغان چارواکي وايي، له پاکستانه وسله وال د هغوی خاورې ته ورننوځي؟


مسعود خان: هو، زه دا ردوم. زه دا په کلکه ردوم خو دا هم وایم چې د پاکستان و افغانستان تر منځ سرحد لارې، لارې دی، خو زموږ له طرفه په ارادي ډول یا عمداً افغانستان ته وسله وال نه اوړي. سرحد لارې، لارې دی، پوله اوږده ده او دا ممکنه نه ده چې په طبعي یا فزیکي یا برېښنايي ډول د دې سرحد څارنه وشي. خو زما په یاد دي چې یو ځل موږ پر پولې د خاردار تار لګولو وړاندیز کړی وو چې افغان حکومت یې مخالفت کړی وو. نو اوس چې موږ څه کولای شو نو باید په شریکه اقدامات وکړو. موږ هم د افغان حکومت په څېر دا دریځ لرو چې ډېر وسله وال او ترهګر له افغانستانه پاکستان ته را اوړي. خو موږ پر افغان حکومت د دې تور نه پورې کوو.

مشال راډیو: سفیر صاحب، افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر لاسلیکولو خبرې کوي. د دې تړون تر مخه یو څو زره بهرني سرتېري به په افغانستان کې پاتې کېږي. تاسې په سیمه کې د بهرنیو سرتېرو موجودیت ته څنګه ګورئ؟


مسعود خان: تر هغو چې د [سرتېرو] موجودیت د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره تړلی وي نو دا زما په نظر ښه کار دی. باید امنیتي خلا پاتې نه شي، موږ پوهېږو چې هغه سرتېري چې پاتې کېږي، هغوی به ملاتړی رول لوبوي.

مشال راډيو: تاسې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته، د افغانستان و پاکستان اړیکي څنګه ګورئ؟ هغه څه دي چې دواړه هیوادونه نېږدې اړیکو جوړولو ته نه پرېږدي؟


مسعود خان: هیڅ شی زموږ مخه نه نیسي. په اصل کې، په تېره یوه لسیزه کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې پرمختګ شوی دی. په دې وروستیو کې وزیر اعظم نواز شریف کابل ته تللی وو او هلته یې له ولسمشر [حامد] کرزي سره ډېرې ګټورې خبرې کړې وې. ولسمشر کرزی تر دې مخکې پاکستان ته راغلی وو. د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري په چټکۍ زیاتېږي. موږ د افغانستان په بیا ودانولو کې برخه اخلو. افغانستان چې د سیاسي، پوځي او اقتصادي انتقال له مراحلو تېرېږي نو موږ ورته خوشبینه یو. موږ غواړو د دې انتقال په بهیر کې، په ځانګړي ډول د اقتصادي انتقال په پړاو کې، له افغانستان سره مرسته وکړو. د سیاسي انتقال په عمل کې هم موږ هر ملاتړ چې هغوی غواړي، ورته ورکوو یې. نو زما په اند، پاکستان او افغانستان دواړه په ګډه ښه راتلونکې لري.
XS
SM
MD
LG