د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ښايي له افغانستانه خپل سامانونه د هوا له لارې وباسي


د پاکستان تحریک انصاف مشرانو خبري اژانس ته ویلي ــــــ د الارې د پرانستلو لپاره پرې د مرکزي حکومت له خوا هېڅ فشار نشته.

ایسوسي ایټډ پریس په خپل یو راپور کې لیکلي دي ــــ له هغه وروستو چې په پاکستان کې مظاهره چیانو له افغانستانه و پاکستان ته تلونکې لاره نیولې ده ـــــــ امکان دی چې امریکايي چارواکي جنګي سازوسامان له افغانستانه د هوا له لارې منتقل کړي ــ


خبري اژانس لیکي ــــــــ دا امکان شته چې له افغانستانه جنګي سازوسامان د هوا د لارې یوړل شي ـــــــ او په دې به یو بلین ډالر اضافي خرڅ راځي. یو اوونۍ وړاندې پاکستاني چارواکو د امریکه د دفاع وزیر چک هیګل سره لوظ کړې وو ــــــ چې دوي به د مظاهرو د ختمولو لپاره ګړندي ګامونه اخلي ـــــــ ولې اوس هم په درځنونو مظاهره چیانو د مظاهرو لړۍ له دوام ورکړی دی.

امریکايي چارواکو ایسوسي ایټډ پریس ته ویلي ــــــ دوي ته د مظاهرو د نیولو لپاره د پاکستاني چارواکو له خوا کومې هلې ځلې په نظر نه دي راغلي ـــــــ یو پاکستانې چارواکې وايي ــــ حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونځې د هواري لپاره هلې ځلې کوي ولې د هیواد اوسیدونکي د پرامنه احتجاج حق لري.

امریکايي چارواکي له هوايي لارې له افغانستانه د پوځي ساز وسامان په وړلو به له پینځؤ تر اووه چنده ډیر خرڅ راځي ـــــــــــ دا وخت له سلو ډیر ټرکونه د افغانستان او پاکستان په پوله ولاړ دي او په سلګونو نور چې سامانانو پرې بار دي په پوځي مرکزونو ولاړ دي او د لارې د پرانستیدو په انتظار دي.

خبري اژانس لیکي ــــــــــ جنګ راروان کال پاي ته رسي ـــــ نو په دې ټرکونو کې ډیر سامانونه پوځي دي چې اوس ورته څه اړتیا نشته. د زمکې د لارې د سامانونو په وړو ۵ بلینه ډالره خرڅ راځي ـــــ ولې که دغه سامان له هوايي لارې د مینځني ختیز بندرګاه ته یوړلې شي چرته چې به دا بیا په بحري جازونو کې بار کولې شي نو بیا به شپږ بلینه ډالره خرڅ به برې راشي.

خبري اژانس لیکي ـــــــ که چیرې د پاکستان او امریکه ترمینځ دا لارې د پرانستلو ستونځه هواره نه شي نو دابه پاکستان ته هم ډیره ګرانه پریوځي ـــــــــ تیره اوونۍ د پاکستاني مشرانو سره په یو شخصي غونډه کې د امریکه د دفاع وزیر خبردارې ورکړ که چیرې د پوځي سازوسامان د وړلو معامله هواره نه شي نو په واشنګټن کې د پاکستان لپاره د بلینونو ډالرو د امریکاي امداد ترلاسه کولو لپاره سیاسي مرسته ختمیدې شي ـــ

د پاکستان تحریک انصاف مشرانو خبري اژانس ته ویلي ــــــ د الارې د پرانستلو لپاره پرې د مرکزي حکومت له خوا هېڅ فشار نشته.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم ویلي ــــــ د ۲۰۱۲ م کال د جولایۍ په میاشت کې د پاکستان او امریکه ترمینځ د لوظنامې له مخه ړاټو ځواکونو ته له افغانستانه د پاکستان دلارې د سامان وړلو اجازت شته ــــــ خو د ډرون بریدونو د مخالفت له کبله دا یوه حساسه معامله ده.
XS
SM
MD
LG