د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: افغان کډوال د مهاجرت کارټونو نیټه غځول غواړي


په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال وايي؛ "يو. اين. اېچ. سي. آر" دي يې د مهاجرت کارټونه ور نوي کړي، ځکه چې وايي پوليس يې تر وخت تېر کارټونه نه مني او نيسي يې.

په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال وايي؛ "يو. اين. اېچ. سي. آر" دي يې د مهاجرت کارټونه ور نوي کړي، ځکه چې وايي پوليس يې تر وخت تېر کارټونه نه مني او نيسي يې.


د مهاجرينو يو مشر وايي ځينې داسې کډوال هم شته، چې مهاجرکارټونه هم نه لري او پوليس يې نيسي، تر پولې يې افغانستان ته اړوي او هغوى بيا بيرته خپلو کورونو ته را ستنېږي.

افغان کډوال وايي د "يو. اين. اېچ. سي. آر" له خوا د مهاجرت د ورکړل شويو کارټونو موده يې د تېر ٢٠١٢م کال په پاى کې ختمه شوې ده او تر وخت تېر کارټونه يې نه منل کېږي. په کوټه کې د مهاجرينو د يوې شورا مشر تادين تره کى وايي په لارو کوڅو کې پوليس او ملېشه ځواکونه افغانان را ګرځوي او ډېر ځله يې تر وخت تېر کارټونه د بندي کېدلو سبب هم کېږي:

«په پاکستان کې هم حالات خراب دي، څوک چې شناختي کارټونه لري هغه پرېږدي، خو چې مهاجرکارټ ورسره وي هغه پوليس را و ګرځوي، ورته وايي دا څومره تر وخت تېر دى، ولې يې نه نوى کوې، خو ځينې خلک نه شناختي کارټ لري، نه مهاجرکارټ لري، له هغوى سره پاکستان هم په تکليف دى، موږ هم ورسره په تکليف وي، ځکه هره ورځ يې نيسي او تر پولې يې افغانستان ته اړوي»

د کوټې ښار لوېديځ لور ته په «سملۍ» سيمه کې شاوخوا دوه نيم زره ازبک افغانان اوسېږي، چې اکثره يې د افغانستان د شمالي ولايتونو دي. عبدالحق حقاني د دوى استازى دى، وايي هلته مېشت ټول افغانان د مهاجرت کارټونه لري، خو خلک يې له دې ډاره ازاد نه شي ګرځېدلاى، چې کارټونه يې تر وخت تېر دي:

«موږ يو اين ايچ سي آر، پاکستان او افغانستانه هيله کوو چې زموږ کارټونه تمديد شي، ځکه دا تر وخت تېر دى. خلک وېرېږي، په مهاجرينو کې داسې خلک هم شته، چې نه په اردو او نه په پښتو خبرې کولاى شي، ځکه دوى بازار ته هم له ډاره نه شي تلاى»

په اسلام اباد کې مي د يو اين ايچ سي آر د دفتر له يوې مسوولې دونيا اسلم خان څخه وپوښتل چې پاکستان تر ٢٠١٥م کاله پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده، نو آيا دوى ته به د پاکستان د شناختي ورکولو اداره نادرا نوي کارټونه ورکړي که څنګه، دونيا وايي:

«تر نن ورځې پورې زموږ دفتر يو اين ايچ سي آر له نادرا او سيفران [د پاکستان د کډوالو او سرحدونو وزارت] سره په رابطه کې وو، چې دا پرېکړه وشي چې افغانانو ته نوي کارټونه ورکړل شي، نو که خير وو د فبرورۍ پر درېيمه نېټه د نويو کارټونو ورکولو کار پيلېږي او په ټول پاکستان کې به هغو افغانانو ته نوي کارټونه ورکړل شي، چې کارټونه يې تر وخت تېر دي»

د "يو. اين. اېچ. سي. آر" دفتر وايي په پاکستان کې ګڼ شمېر داسې افغانان هم اوسېږي، چې هغوى د مهاجرينو په توګه له دوى سره راجسټر نه دي، خو ځينې داسې افغانان هم شته چې راجسټر دي، مګر د مهاجرت کارټونه نه لري، دونيا اسلم خان وايي دغه کارټونه د هغو کورنيو له غړيو پرته- چې پخوا راجسټر دي- نورو افغانانو ته نه ورکول کېږي:

«دا کارټونه يواځې او يواځې د هغه چا لپاره دي، چې پخواني کارټونه ورسره دي. کوم کوشنيان چې پخوا پينځه کلن وو او اوس لوى شوي دي، خپل کارټونه به ورکول کېږي، تر ٢٠١٠م کال وروسته چې کوم کوشنيان زوکړي دي، د مور پلار پر کارټونو به يې نومونه راجسټر کېږي او هغو افغانانو ته به د زوکړې اسناد هم ورکول کېږي»

د "يو. اين. اېچ. سي. آر" د رسمي شمېر له مخې سږ کال تر اوسه پورې يواځې ٣٢٠٠٠ افغانان له پاکستانه پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په هغوى کې پينځلس زره له بلوچستانه تللي دي او ١.٦ ميليونه افغانان لا هم د مهاجرينو په توګه په پاکستان کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG