د لاسرسي ځای

په ارزګان کې یوه پولیسه او یوه ښوونکې په دار وځړول شول


په ارزګان ولایت کې پرون د پنجشنبې پر ورځ د یوې ښوونکې مېرمنې او د پولیسو د یوې افسرې مړي وموندل شول.

په ارزګان ولایت کې پرون د پنجشنبې پر ورځ د یوې ښوونکې مېرمنې او د پولیسو د یوې افسرې مړي وموندل شول.


ښوونکې ملالۍ چې امېدواره مېرمن وه او د پولیسو افسره فېروزه چې د دوو ماشومانو مور وه، د تېرې دوشنبې په ورځ تښتول شوې وې او تر چارشنبې ورځې پورې لادرکه وې.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس "کبیرحقمل" مشال راډيو ته وویل، د ترینکوټ اړوند د سروري د لومړني ښوونځي ۲۶ کلنه ښوونکې ملالۍ او ندرور (د خاوند خور) یې چې د پولیسو افسره وه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې دي.

ښاغلي حقمل د پېښې په اړه د امنیتي چارواکو د هراړخیزو تحقیقاتو غوښتنه وکړه:

د ارزګان د امنیې قوماندان مطیع الله خان وايي؛ د ملالۍ او فېروزې مړي د ترینکوټ په یوه اړونده سیمه کې وموندل شول.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس وايي چې؛ د معارف کارکوونکي د افغانستان په شخړو کې ښکېل نه دي او باید د ښمني ورسره ونشي:

په دې سیمه کې تر څه وخت مخکې پورې د اسټرالیايي پوځیانو اډه وه، خو په دې وروستیو کې یې امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

په ارزګان ولایت کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د امنیت مسوولیت د امریکايي او استرالیايي پوځیانو په غاړه و؛ خو سږکال د ډسمبر په یوولسمه نېټه د دې ولایت د ټول امنیت مسوولیت افغان ځواکونو په غاړه واخیست.

د ملالۍ او فېروزې مړي له هغه پوځي مرکز سره په ډېر لږ واټن کې موندل شوي چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د خدمت د ختم په مناسبت مراسم پکې جوړ شوي و. استرالیایي پوځیان د تېرې یکشنبې په ورځ له دې اډې څخه ووتل او په افغانستان کې یې خپل پوځي ماموریت رسما پای ته ورساوه.
XS
SM
MD
LG