د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د باچا خان مرکز وتړل شو


شاعر او لیکوال ریاض ساحل وایي باچاخان مرکز د تېرو څه دپاسه شلو کلونو راهیسې د کراچۍ د شاعرانو د ادبي خوزښتونو مرکز هم وو.

د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي سیکریټرېټ باچاخان مرکز په دغه ښار کې د ترسره کیدونکو سیاسي او ادبي هلو ځلو لپاره بند کړل شوی دی.


د اې اېن پي چارواکي وایي، په کراچۍ کې د دوی په ګوندي ملګرو د تېر څه دپاسه یو کال راهسې حملې دوام لري چې له امله یې د ښار په بیلا بیلو برخو کې نه یوازې د دوی سبمه ایز دفترونه تړل شوي بلکې د دغه ګوند صوبایي مرکزي دفترهم بند شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې پخوانی مشر سنیټر شاهي سید وایي په باچاخان مرکز کراچۍ کې یوازې د خېرښېګړې د ادارې باچاخان ټرسټ په مرسته د دوایانو مرکز فعال دی خو پاتې نورې سیاسي سرګرمۍ دوی دمګړۍ د لنډ وخت لپاره ځنډولې دي.

''سهراب ګوټ،بلدیه ټاون،منګوپیر،کواري کالونۍ او ځینې نورې علاقې داسې دي چې هلته زموږ کارکنانو ته ګواښونه زیات دي. زموږ په ډېرو عهدېدارانو حملې هم شوې دي. په باچاخان مرکز کراچۍ کې د دوایانو قایم مرکز چلیږي خو دغلته اوس موږ سیاسي سرګرمۍ بندې کړې دي ځکه چې امنیت ښه نه دی او اوس هم که دهشتګرد وغواړي نو په کراچۍ کې په یوه ګنټه کې لس مړي هم کولی شي او ښار بندولی شي"

د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي د دوی د مطبوعاتو څانګه هم د باچاخان مرکز بنارس څخه د کراچۍ خوندي سیمې ډیفنس کې واقع د دغه ګوند د رهنما شاهي سید کور مردان هاوس ته منتقل شوې ده.

باچاخان مرکز د کراچۍ د پښتنو په ګڼ میشته سیمه بنارس کې موقعیت لري او له تېرې اوږدې مودې راهیسې دغه ځای په سیند صوبه نه یوازې د پښتنون ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ سیاسي مرکز دی بلکې هلته د په لوی شمېر کې د پښتو مشاعرې او نور ادبي او کلتوري سمینارونه او غونډې هم وخت په وخت ترسره شوي دي .

شاعر او لیکوال ریاض ساحل وایي باچاخان مرکز د تېرو څه دپاسه شلو کلونو راهیسې د کراچۍ د شاعرانو د ادبي خوزښتونو مرکز هم وو.

''دلته د اتفاق پښتو ادبي جرګې، سوات ادبي ګلونه، ننګیال ادبي لښکر او نورو ټولنو میاشتنې تنقیدي غونډې کیدلې، جرس ادبي جرګې لخوا به د قلندرمومند په نوم یادګاري لنۍ مشاعره کیدله، دا به ووایم چې دا د کراچۍ د پښتنو ادبي مرکز وو خو له تېرې څه مودې راهیسې دلته ادبي خوځښتونه ځنډول شوي دي او اوس دغه ادبي ناستې یا خو نه کېږي او یا د چا په حجره یا شخصي سکولونو کې کیږي.''

یاده دې وي په کراچۍ کې په جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد د تېرو خواوشا درې نیمو میاشتو راهسې عملیات دوام لري. پولیس چارواکي هره ورځ په دغو عملیاتو په ترڅ کې د لسګونو کسانو د نیولو ادعاوې کوي خو د دې هر څه باوجود بیا هم د کراچۍ پښتون ګڼ میشتو سيمو په حالاتو کې له امنیتي پلوه بدلون نه دي راغلی.
XS
SM
MD
LG