د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په پښتون اباد کې چاودنې یو تن وژلی، اته ژوبل


د کوټې پولیس او امنيتي چارواکي وايي؛د ښار د پښتون آباد له ميټا چوک سره څېرمه په يوه دوکان کې چاودنه شوې، چې د پولیسو او امدادي ډلو د کارکوونکو په خبره یو تن یې وزلی تر اتو تنه زیات پکې ټپیان شوي دي.


د امنيتي چارواکو په خبره په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. تر پېښې وروسته د کوټې په سرکاري روغتونو کې ایمرجینسي لګول شوې او شاوخوا ټول تپيان يې د سنډيمن سول روغتون ته منتقل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG