د لاسرسي ځای

'د بشري حقونو سرغړونکي باید سخت سزا شي'


د پاکستان قامي اسمبلۍ

د پاکستان قامي اسمبلۍ

هرهغه تن چې د بشري حقونو خلاف ورزي کوي بايد چې ورته سخته سزا ورکړل شي چې ورسره به نورو خلکو لپاره هم دا يو مثال جوړ شي.


د بشري حقونو لپاره قائمه کمېټۍ قامي اسمبلۍ کې خپل راپور وړاندې کړ چې پکې ويل شوي دي، سږ کال په پاکستان کې د غېرت په نامه اته سوه دوه نوي کسان وژل شوي. دا شان پر ښځو او ماشومانو د تشدد او زور زياتي تر پنځلس سوو زيات کېسونه ريکارډ شويدي.


د دې ترڅنګ په مذهبي ځايونو پنځه پنځوس او په اقليتونو ۹۸ حملې شوي، پر ۱۰۱ کسانو باندې تېزاب اچول شويدي او دغه رنګ تر دوه نيم زرو زيات نور کېسونه مخې ته راغلي دي چې ورسره په څۀ نا څه ډول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د رپورټ په اړه له مشال راډيو سره خبرو کې له مسلم ليګ سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍ او بشري حقونو لپاره د جوړې کمېټۍ غړي جسټس رېټائرډ افتخار احمد چيمه په دغه پېښو اندېښنه څرګنده کړه او زياته یې کړه د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره په سنجيدګۍ سره اقدامات روان دي.

د افتخار چيمه په خبره د کمېټۍ د غړي په حېث به دی حکومت ته په دغه لړ کې سپارښتونه ورکوي او وړاندې یې هم ويلي ول چې هرهغه تن چې د بشري حقونو خلاف ورزي کوي بايد چې ورته سخته سزا ورکړل شي او په دې لړ کې حکومت له هېڅ قسمه نرمۍ او رعايته کار وانخلي چې ورسره به نورو خلکو لپاره هم دا يو مثال جوړ شي.

ده زياته کړه چې ترڅو داسې سزاګانې نه وي ورکړل شوې تر هغو به د بشري حقونو خلاف ورزۍ روانې وي.

هم دا معامله چې مشال رېډيو د بشري حقونو د پاره کار کوونکې ادارې د خېبرپښتونخوا نائب چېرپرسن شېرمحمد خان په وړاندې کېښوه نو ده اووئيل چې دې لړ کې پاکستان حکومت بيخي سنجيده نه دې، او بله دا چې دخلقو ناپوهۍ او د کم علمۍ له لاسه هم دا ډول پېښې ډېر رامنځ ته کېږي.

د شېرمحمد خان په خبره په حقيقت کې د بشري حقونو د خلاف ورزيو شميره په رپورټ کې تر ذکر شوې شمېرو ډېره زياته ده، خو په دې کې اکثره کېسونه په ريکارډ نه راځي.

نوموړي زياته کړه که د حکومت متعلقه ادارو د بشري حقونو په لړ کې د زړه له اخلاصه په سنجيدګۍ سره کار شورو کړو نو ګرانه نه ده چې دا مسله ختمه شي او په دې لړ کې به ورسره ولس هم مرسته کوي.

د قائمه کمېټۍ لخوا جمع کړي شوي بيان کې د خېبر پښتونخوا په حواله ويل شوي دغلته پر ښځو د تشدد دوه سوه څلور څلوېښت، په ماشومانو د تشدد دوه سوه پنځلس په مذهبي ځايونو د حملو شپږ، د فرقه ايزو نښتو دوه سوه اوويشت او د تيزاب پاشۍ اووه پېښو په ګډون تر زرو زياتې پېښې ريکارډ کړل شويدي.

رياض موسا خېل اسلام آباد
XS
SM
MD
LG