د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق و افغانستان ته د امنیتي تړون لاسلیکولو مشوره ورکړې


د عرق بهرنو چارو وزیر هوشیار زیباري د افغانستان بهرنو چارو مرستال وزیر زرا احمد عثماني سره
د عرق بهرنو چارو وزیر هوشیار زیباري د افغانستان بهرنو چارو مرستال وزیر زرا احمد عثماني سره

ورځپاڼه وايې، دوه کاله وړاندي داسي فکر نشو کيدلی چې ګواکې هوشيار زيباري به افغان ولسمشر ته داسې یوه مشوره ورکوي .

د امريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او امريکا ترمينځ د امنيتي تړون پر سر اختلافات دي د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري حامد کرزي ته ويلي ( له دې غلط فهمی راووځه چې ګواکې ته هر څه وکړي خو بيا به هم امريکايان په افغانستان کې پاته شي.)


نوموړي دا مشوره په روانه مياشت کې د کابل د سفر پروخت له حامد کرزي سره د ليدو پر وخت ورکړې ده.

ورځپاڼه وايې، دوه کاله وړاندي داسي فکر نشو کيدلی چې ګواکې هوشيار زيباري به افغان ولسمشر ته داسې یوه مشوره ورکوي .

د نيويارک ټائمز په وينا کله چې دوه کاله وړاندې له عراقه آخري امريکايي پوځي ووتلی نو عراقيانو وياړ وکړی او باوريان ول چې د هيواد امنيتي ځواکونه به امنيت و ساتلی شي.

خو داسې ونشو ، عراق بيرته د تشدد په لومه کې کښېووت او په زرګونو کسان په فرقه ییزه جګړو کې ووژل شو.

ورځپاڼه زياتوي په ملاقات کې د عراق د بهرنيو چارو وزير حامد کرزي ته وويل سربيره پردې عراق اربونه ډالره له تېله ترلاسه کوي او ښه پیاوړي او روزل شوي امنيتي ځواکونه لري نو په غونډه کې د موجودو عراقي او افغان چارواکو په وينا هوشيار زيباري وويل نو بيا څنګه افغانستان چې د خپل کلني خرڅ يوازي شل فيصده خپله پيداکوي د امريکا له مرستي بغير هيواد کنټرولولی شي.

هوشيار زيباري حامد کرزي ته مشوره ورکړه چې له امريکا سره دې امنيتي تړون لاسليک کړي.
XS
SM
MD
LG