د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایران له بشري حقونو د سرغړونو پر سر نیوکې شوې


د ملګرو ملتونو عمومي جرګې یو قرارداد منظور کړی دی چې پکې په ایران کې له بشري حقونو پر سرغړونو تنقید شوی دی.


په دې سرغړونو کې ځورونې، او په وار وار د مرګ سزا اورول شامل دي. په پروني پرېکړه لیک کې د بشري حقونو په اړه د ایراني ولسمشر حسن روحاني ژمنو هرکلی شوی دی. په دې ژمنو کې د ښځو او نسلي لږکیو پر وړاندې د توپیرپالنې ختمول شامل دي.

خو قرارداد د ایران پر ((نا انساني)) سزاګانو لکه په دورو وهل او لاس غوڅول، او د ۱۸ کلونو له عمره کمو کسانو ته د مرګ سزا پر ورکولو تنقید کوي.

د قرارداد په حق کې ۸۶ او مخالفت کې یې ۳۶ غړو رایه ورکړه. ۶۱ هیوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG