د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: یوه ځانمرګي برید څلور عسکر ووژل ګڼ ژوبل


په شمالي وزیرستان کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو پر کجوري کلا یوه ځانمرګي بریدګر له باروتو بار ټرک جنګولۍ چې په کې څلور عسکر وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.


په شمالي وزیرستان کې کجوري کلا له کجوري چوکۍ سره جوخت پرته ده چې د امنیتي ځواکونو استوګنځای دی.

په وزیرستان کې د انصارالمجاهدین ډلې یوه ویاند ابو بصیر له مشال راډيو سره په خبرو کې د برید پړه پر خپل اخیستې او ویلي یې دي چې دا برید یې د خپل مشر حکیم الله مسود د غچ اخیستنې لړۍ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG