د لاسرسي ځای

کای ايده: نړيوالې ټولنې د افغانستان لپاره ستراتيژي نه لرله


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کای ايده د مشال راډیو له خبریال احمدشاه اعظمي سره د مرکې پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کای ايده د مشال راډیو له خبریال احمدشاه اعظمي سره د مرکې پر مهال

زه د پاکستان له کرداره ډېر مایوسه یم. تر کلونو موږ ډېر ساده ګان وو. هر وخت چې پاکستان اشاره ورکړې ده چې همکارۍ ته تیار دی، موږ منلې ده او باور مو ورباندې کړی دی. او بیا تر څو اوونیو یا میاشتو وروسته راته مالومه شوې ده چې پاکستان ریښتیا بدلون نه دی راوستی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کای ايده وايي چې نړيوالې ټولنې افغانستان ته سرتيري او پيسې ورلېږلې خو ستراتيږي يې نه لرله او نه يې هم دا هيواد په سمه توګه درک کړی.
نوموړی وايي افغانستان تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لري خو د سولې په برخه کې د پاکستان له کرداره ډېر ناهيلی شوی دی. نوموړی د ولسمشر کرزي په اړه وايي چې هغه سل په سله افغان او يو قوي سياستوال دی. له ښاغلي کای ايده سره په واشنګټن کې زموږ همکار احمد شاه اعظمي مرکه کړه چې لاندې يې تاسو لوستلای او اورېدلای شئ.




مشال راډيو: ښاغلی کای ايده! افغانستان او امريکا پر دوه اړخيزه امنيتي تړون بحث کوي خو افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تر هغو به پر تړون لاسليک ونکړي تر څو يې شرطونه نه وي منل شوي. د ولسمشر دا دريځ تاسو څنګه ارزوئ؟

کای ایده: دا ډېره ګرانه پوښتنه ده. که ما په کابل کې نېغ په نېغه له ولسمشره اورېدلي وای نو له ما سره به د دې ځواب لپاره اساس وای. اوس چې ستا د پوښتنې خوا ته راشم نو د دی دوه اړخه دي.

یو خو ولسمشر په لویې جرګې کې وویل چې د امریکا و افغانستان یا د ولسمشر [کرزي] او ولسمشر اوباما تر منځ د باور کمښت دی. او زه پر دې پوه یم چې د هغه مطلب څه دی. ځکه چې د ۲۰۰۹ز کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې امریکایي استازو ګوتې وهلې وې. دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه وه. او ولسمشر کرزي د هغې پړ شوی وو.

بیا یو نیم لکه سرتېري افغانستان ته واستول شول چې سوله راولي. خو دوی په دې کې بریالي نشول چې خپله موخه تر لاسه کړي. نو ماته ښکاري چې ولسمشر ښايي په هغې هم مایوسه شوی وو او هغه ډېر شکمن وو.

په دې کې بله موضوع د سولې بهیر ده. هر ځل چې د سولې عمل په پیلېدو وو، نو ختم به شو. په وروستي ځل په دوحې کې د جون په میاشت کې همداسې وشول. دا د ولسمشر کرزي له کبله نه دي شوي، بلکې زما په نظر د امریکا او قطر دواړو له خوا د بد انتظامۍ له کبله دا عمل پر مخ نه لاړ. نو ولسمشر باید ډېر تریخ وي. دا یو طرف شو.

دویم، زه دا فکر نه کوم چې تر اوسه افغان ملي سرتېري د امنیت ټول بار اوچتولو وړتیا لري. دا مهمه ده. او زه دا فکر هم نه کوم چې افغان اقتصاد دې دومره پیاوړی وي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بار یوسي. نو یو حل باید را وایستل شي. زه هم دا وایم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د امنیت تړون نه یوازې منظور شي بلکې باید لاسلیک هم شي.

زه به خپلې خبرې په دې تمامې کړم چې هر وخت له ولسمشر کرزي سره څوک وګوري یا په واشنګټن کې ملاقات وشي نو رسنۍ ترې خبرې شي. د شرایطو خبر رسنیو ته ورکړل شي. له دې سره بحث نور تودېږي. خاموشه ډیپلوماسي هم شته ده. نو زما په نظر دا به هوښیاري وي چې دواړه خواوې سره کښېني او رسنیو ته ډېر څه و نه وايي. او په سمه توګه مسلې حل شي.

مشال راډيو: ستاسې په اند، ولې امریکا پر دې خبرې ټینګار کوي چې دا تړون باید د روان کال تر پای مخکې لاسلیک شي؟ د امریکا لپاره به دا څومره ګران کار وي چې یو څو میاشتې وروسته د تړون تر لاسلیکېدو پس خپلې تیاریانې وکړي؟

کای ایده: دا زما لپاره ممکنه نه ده چې ځواب یې ورکړم. امریکایان وايي، دوی وخت ته اړتیا لري چې د پاتې کېدونکو سرتېرو لپاره تیاری وکړي. دا د هغوی دریځ دی. او دا ریښتیا ده چې یو داسې وخت راځي چې یو ځواب باید ورکړل شي. چې دا هره ورځ وي، زه تر نه یم خبر ځکه زه منځګړی نه یم.

مشال راډيو: نو ایا تاسې دا فکر کوئ چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ګواښ سربېره به امریکایان خپل ټول سرتېري وباسي او د تېرو ۱۲ کالونو لاسته راوړنې به هم له خطر سره مخامخې کړي؟

کای ایده: زه یقیناً دا هیله لرم چې څه چې په افغانستان کې لاسته راوړل شوي دي باید وساتل شي، او نړیواله ټولنه به دا وساتي او پرمختګ به روان وساتي. خو زه دا فکر کوم چې دا هم مهمه ده چې پر امریکایي سیاست هم پوه شو. که د بهرنیو یا دفاعي چارو په وزارت کې تاسې له چا سره خبرې وکړئ نو هغوی غواړي چې خپل مالي او دفاعي پلانونه عملي کول جاري وساتي. خو د کانګرس پر غړو د ولس نظر فشار لري. او دا هغه د کانګړس غړي دي چې راتلونکی کال د بیا انتخابېدو لپاره درېږي. دوی بیا پر سپینې ماڼۍ فشار اچوي چې له افغانستانه [خپل سرتېري] وباسي. په امریکا کې نور هیڅ دا لېوالتیا نه ده پاتې چې له خپلې خاورې دباندې جګړې ته دوام ورکړل شي. دا ویلای شو چې دا فشار د بهرنۍ تګلارې او د بهرنۍ تګلارې لاسته راوړنو منطق خلاف دی.

مشال راډيو: ښاغلی کای ايده! تاسې په تېرو ۱۲ کالونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا رول ته څنګه ګورئ؟

کای ایده: په افغانستان کې لویې لاسته راوړنې لرو. په دې کې هیڅ شک نشته. کله کله دا لاسته راوړنې پړسول کېږي، یانې مبالغه کېږي. خو دا بریاوې لویې وې. نننی افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ز کلونو پرتله ډېر مختلف دی. مهمه دا ده چې دا بریاوې وساتل شي. که دا لاسته راوړنې د تعلیم، صحت، رسنیو، مخابراتو یا هره برخه کې وي. یو داسې نوی نسل جوړ شو چې د پخواني هغه پرتله یې فکر او نظر جلا دی. خو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې ځېنې جدي تېروتنې کړې دي. تر یو پس چې بل رپورټ راځي نو دا ښيي چې موږ څومره ډېرې پیسې ضایع کړې دي، موږ باید یوه ستراتیژي لرلای، موږ نه لرله، موږ افغانانو ته غوږ نه شو، باید غوږ مو ورته نیولای وای. زه دا هیله لرم چې اوس باید موږ پر افغانانو ځان پوه کړو او په کارونو کې ورته د پخوا پرتله ډېره ونډه ورکړو.

مشال راډيو: نړیواله ټولنه په دې کې ولې بریالۍ نشوه چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي؟ ځېنې کسان وايي، بهرنیو په افغانستان کې سمه ستراتیژی نه لرله.

کای ایده: ته چې وایې چې موږ سمه ستراتیژي نه لرله نو زما پوښتنه ده چې ایا موږ ستراتيژي لرله هم؟ موږ نه لرله. موږ هڅې کولې چې ډېر سرتېري واستوو، ډېرې مالي سرچینې پیدا کړو، خو ایا ریښتیا موږ کله ستراتیژي لرله هم؟
د مثال په توګه، د تعلیم په برخه کې. تر کلونو موږ د نویو ښوونځیو پر جوړولو توجه ورکړه. ایا موږ دې ته توجه ورکړه چې ښوونکو ته تعلیم ورکړو؟ ایا موږ د ابتدايي او ثانوي، او بیا لوړو زده کړو او مسلکي تعلیم تر منځ په رښتې توجه ورکړې ده؟ ایا موږ د تعلیم ستراتیژي لرله؟ نه.
ایا موږ د بېخبېنا جوړولو یا انفراسټرکچر ستراتیژي لرله؟ د پرمختګ کړنلار مو لرله؟ زه فکر نه کوم چې موږ لرله. نو ماته داسې ښکاري چې افغانستان د مواقعو د ضایع کولو ځای دی، دلته په ریښتینې ډول، په ستراتیژیکه توګه کار نه دی شوی.

مشال راډيو: افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا دا ویلي دي چې امریکا او پاکستان په افغانستان کې امنیت ټینګولای شي، سوله راوستای شي، تاسې ورسره موافق یاست؟

کای ایده: زه د پاکستان له کرداره ډېر مایوسه یم. تر کلونو موږ ډېر ساده ګان وو. هر وخت چې پاکستان اشاره ورکړې ده چې همکارۍ ته تیار دی، موږ منلې ده او باور مو ورباندې کړی دی. او بیا تر څو اوونیو یا میاشتو وروسته راته مالومه شوې ده چې پاکستان ریښتیا بدلون نه دی راوستی. دا ځل بیا موږ په ورته حالت کې یو. اوس موږ په پاکستان کې نوی وزیر اعظم او نوی پوځ مشر لرو او داسې هیلې دي چې اوس به د پاکستان عمل بدل شي، او زه ریښتیا هیله من یم چې داسې به وشي. زه فکر کوم چې که موږ د افغانستان اور و نه واژه نو د پاکستان اور به لا شدید شي. او همدا وجه ده چې زه هیله من یم چې د پاکستان له خوا به بدلون راشي. ما په خپله د پاکستان په عمل کې بدلون نه دی لیدلی، یوازې ځینې داسې اشارې مې لیدلې دي چې د یوه بدلون لامل ګرځېدای شي، خو ما تر اوسه بدلون نه دی لیدلی.

مشال راډيو: افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د جنګ میدان دی، ستاسې په فکر ایا دا جګړه پر افغانستان تپل شوې ده که نه د افغانستان داخلي حالاتو دې جګړې ته لار برابره کړه؟

کای ایده: د سېپټېمبر تر حملو وروسته په افغانستان کې د مداخلې مخه نشوه نیول کېدای، دا اړینه وه. زه فکر نه کوم چې امریکا هیڅ نشول کولای، نو څه چې وشول هغه د افغانانو په همکارۍ یوه محدوده پوځي حمله وه چې طالبان او القاعده یې له افغانستانه و ایستل. پوښتنه دا ده چې ایا موږ په کافي اندازه د القاعدې او طالبانو تر منځ توپیر وکړ؟ یقیناً موږ دا کار ونکړ. دا تېروتنه وه. هغه وخت ناره ده وه چې یا خو تاسې زموږ ملګري یاست او یا هم زموږ دښمنان. پدې کې د بل ډول خلکو لپاره هیڅ منځنۍ لار نه وه. دا خطرناک کار دی ځکه چې موږ بیا تېروتنې کوو.

مشال راډيو: ښاغلی کای ايده! اوس بیا ولسمشر کرزي ته راځو. تاسې هغه له ډېرې مودې پېژنئ، تاسې هغه د یوه مشر یا سیاستوال په توګه څنګه ارزوئ؟


کای ایده: زما په فکر هغه یو غالبه سیاستوال دی، او په افغانستان کې د غالبه سیاستوال په توګه پاتې شوی دی. هغه قوي سیاستوال دی. هغه هوښیار دی، پدې کې هیڅ شک نشته. هغه سله په سله افغان سیاستوال دی. موږ بیا بیا تېروتي یو چې هغه نیم غربي او نیم افغان دی، او دا چې هغه لږ زموږ دی او لږ د افغانانو. زما په فکر هغه سل په سله افغان سیاستوال دی، او باید موږ پر دې خبره ځان پوه کړو ځکه تر اوسه مو ځان نه دی پوه کړی.

مشال راډيو: نو ایا نړیواله ټولنه پر ولسمشر کرزي پوهېږي؟ د هغه پر دریځ پوهېږي؟ او یا کرزی په دې کې نه دی توانېدلی چې خپل نظر په سمه توګه وښيي؟

کای ایده: نه زما په اند نړیواله ټولنه په هغه سمه نه پوهېږي. او ته خبر یې، له دې زیات ما بله خبره نه ځوروي چې هر کال نوي سیاستوالان، نوي قوماندانان او نوي سفیران راځي، د افغانستان په اړه لږ خبر وي، خو بیا هم ولسمشر کرزي او افغانانو ته مشوره ورکوي چې باید څه وکړي؟ او ولسمشر ښايي له دې کارونو سخت ستړی شوی وي. زما خواهش دی چې پر ځای د دې چې سیاستوالان کابل ته د دې لپاره لاړ شي چې کرزي ته یوه کار کولو ووايي، دوی باید ورشي او ورته ووایي: ((ښاغلیه ولسمشره، موږ ستاسې هیواد نه پېژنو، نو ته له موږ څه تمه لرې، څه به ستاسې لپاره تر ټولو غوره وي چې موږ یې وکړو؟)). خو دا کار ډېرو کمو هیواد مشرانو کړی دی. زما په یاد دي، د ۲۰۰۸ز کال د جون په میاشت کې په بخارسټ کې د یوې سرمشریزې پر وخت، د ټولو هیوادونو مشرانو ویل، دا به په افغانستان کې کوو او هغه به کوو. خو د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل، ولسمشر حامد کرزي ته وویل:

((موږ ستاسې هیواد نه پېژنو، تاسې له موږ څه تمه لرئ چې څه درته وکړو؟)) زما په اند دا ډېره ښایسته خبره وه او زه وایم، کاشکې نورو هیواد مشرانو او قوماندانانو هم داسې خبره کړې وای.

مشال راډيو: ښاغلی کای ايده! زما وروستی پوښتنه دا ده چې افغانستان په تېرو ۱۲ کالونو کې پرمختګونه کړي دي، خو له ننګونو سره هم مخامخ دی. ستاسې په نظر، مهمې ننګونې څه دي؟

کای ایده: سوله. ښکاره خبره ده سوله. او زه دا باور لرم چې تاسې تر هغې سوله نشئ راوستای چې له طالبانو او یاغیانو سره مو خبرې نه وي کړې. زه خبر یم چې ځینې یا کېدای شي ډېر کسان په دې باور وي چې وايي، نه ښايي دا سم کار نه دی او یا کېدای شي هیڅ نتیجه نه لري. خو که تاسې له ننه پینځه یا شپږ کاله شا ته لاړ شئ نو در مالومه به شي چې د جوړ جاړي موضوع د نن پرتله ډېره لانجمنه وه. ځینې خلک وايي، تاسې باید د ښځو حقونو او د نجونو ښوونځیو ته د تګ په اړه اندېښمن و اوسئ، زه هم دا اندېښنې لرم. خو دا فکر هم کوم چې تاسې بې له اقتصادي ودې د ښځو او سړیو دواړو ارمانونه نشئ پوره کولای. زه فکر نه کوم چې تاسې پرته له پرمختګه، پخوانۍ لاسته راوړنې ساتلای شئ یا پرمخ تللای شئ. پرته د مسو له استخراجه، پرته د اوسپنې له استخراجه، پرته د تېلو او ګاز له څانګو پراخولو او نورو دې ته ورته کارونو، تاسې اقتصادي وده او پرمختګ نشئ کولای. او که تاسې نورې ټولنې هم وګورئ چې مخ پر وده دي نو هلته به درته مالومه شي چې بازار خلکو ته، کار کوونکو ته ضرورت لري. او دا هغه وخت دی چې مساوات په ریښتینې ډول پیدا کېږي. زه دا هم وايم چې اساسي قانون، د قانون واکمني او قوانین ډېر مهم دي خو تاسې باید یو بازار ولرئ، یو کاري بازار چې ښځو ته موقع ورکړي چې په ټولنه کې خپل کردار په سمه توګه ولوبوي. او دا هر څه په اقتصادي پرمختګ کېږي. او اقتصادي پرمختګ تر هغې نشي کېدای چې په هیواد کې جګړه وي، ځکه پانګوونکي داسې ځای ته نه ځي.
XS
SM
MD
LG