د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي، له پاکستاني حکومت سره خبرې نه جګړه کوو


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د ګډو ځواکونو له نوي مشر لېفټینېنټ جنرال راشید محمود سره ګوري.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د ګډو ځواکونو له نوي مشر لېفټینېنټ جنرال راشید محمود سره ګوري.

د نهې په ورځ د پاکستان حکومت وویل: د طالبانو دسختې رویې مانا دانه ده چې د سولې هڅې ګوندې ناکامې شوي دي.

پاکستان د سېشنبې ( نهې ) پر ورځ د طالبانو پرضد دپوځي عملیاتو د کولو خبره رد کړه او ژمنه یې وکړه چې د خبرو اترو له لارې به سوله راوړي، خو یاغیانو په دمګړی د مذاکراتو خبره رد کړې ده.


دپاکستان د طالبانو د غورځنګ نوی مشر ملا فضل الله وايي د سولې خبرې هېڅ مانا نه لري، هغه ویلي د پاکستان مرکزي حکومت د راپرځولو او د اسلامي واکمنۍ قایمولو لپاره به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

رایټرز اژانس لیکي د ملا فضل الله مخې ته راتلل، د هغو انګېرنو حوصله افزايي کړېده چې ښايي پاکستان کې د مذاکراتو او اوربند هېلې ماتې شوي او د افغانستان له پولې سره نږدې په قبایلي سیمو کې د واک ټینګیدو لپاره به پاکستاني پوځ عملیات کوي.

د نهې په ورځ د پاکستان حکومت وویل: د طالبانو دسختې رویې مانا دانه ده چې د سولې هڅې ګوندې ناکامې شوي دي. د پاکستان د وزیر اعظم د دفتر یو مشر چارواکی طارق عظیم وايي: طالبان چې مخامخ کومه خودنمايي کوي ، پس شا بیا هغه شان نه دي. نوموړی وايي طالبان په ظاهره ستغ معلومیږي، خو په اصل کې دوی هم سولې ته لېواله دي.

دپاکستان وزیر اعظم د نهې پر ورځ د ملي امنیت د کمیټې غونډې مشري وکړه. په دې غونډه کې چارواکو هغه ته خپله ژمنتیا ښکاره کړه چې دوی تر عملیاتو زیات خبرو ته لیواله دي. د نواز شریف له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې کمیټې د حکومت پر هغو کړنلارو غور وکړ چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې بیلا بیلې ډلې په کار واچول شي.


خو د پاکستان طالبانو په زغرده د سولې او روغې جوړې خبرې رد کړې. د طالبانو ویاند شاهدالله شاهد وايي : د پاکستان اوس مهاله حکومت هم د امریکا ګوډاګی، بې ځواکه او د ډالرو وږی دی. نوموړی وايي، دوی وار له مخې داسې معلومات ترلاسه کړي چې حکومت د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي، او طالبان هم جنګ ته اماده دي.

شاهدالله شاهد رایټرز اژانس ته وویل : حکومت دې په خوشالۍ سره د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي، موږ پخوا هم ددوی عملیات لیدلي دي. دوی دې خپل اوږد انتظار ختم کړي او دعملیاتو شوق دې پوره کړي.

دملا فضل الله په مشرۍ کې طالبانو په دوه زره نهم کال کې د خیبر پښتونخوا د سوات سیمه نیولې وه. دوی د اسلام اباد یو سل او شپیته کیلومیټرۍ ته رسیدلي وو او سخت دریځه اسلامي واکمني یې په سیمه کې پیل کړې وه ، بیا د پاکستان پوځ په لویه کچه د دوی پرضد عملیات وکړل او له دغه مهم ستراتیژیک موقعیته یې دوی پر شا کړل.

د ملا اېف اېم په نامه مشهور ملا فضل الله د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ویشتو امر ورکړی وو چې له روغېدو پس اوس په برتانیا کې ژوند کوي.

رایټرز لیکي ملا فضل الله اوس هوډ کړی چې د حکومت پرضد به د جنګ نوې لړۍ پیلوي او داځل به د خپل د کار ساحه پنجاب ته هم غځووي ځکه دا هغه صوبه ده چیرته چې د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف زیات نفوس لري.

خو د نواز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له راتګ وروسته وسله والو طالبانو یو لوی برید نه دی تر سره کړی.
XS
SM
MD
LG