د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغانستان بانک نوې ودانۍ پرانستل شوه


په جلال اباد کې د څه باندې دوه سوه ميلونو افغانيو په ارزښت د ختيځ زون په کچه د افغانستان بانک لپاره نوې ودانۍ د چارشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه.

په جلال اباد کې د څه باندې دوه سوه ميلونو افغانيو په ارزښت د ختيځ زون په کچه د افغانستان بانک لپاره نوې ودانۍ د چارشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه.


چارواکي وايي چې د دې ودانۍ له امله به د بانکدارۍ په چارو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

دغه ودانۍ چې د افغانستان د ختيځ زون په کچه به ترينه کار اخيستل کيږي، د دوه کلونو په دوران کې په نوې او اساسي بڼه جوړه شوې ده.

د افغانستان بانک دويم مرستيال محمد عسې تراب وايي چې په ټول افغانستان کې ساري نه ليدل کيږي.

(( د دوه سوه ميلونو نه زياتې افغانۍ په دې ودانۍ مصرف شوی دی، ددوه کلونو په دوران کې جوړه شوې ده او زه تاسو ته زيرې درکوم چې تر اوسه پورې د افغانستان بانک په ټولو ولايتونو کې داسې يوه وداني نه لري. دا اولنۍ وداني ده چې د ننګرهار په سطحه باندې دلته اباده شوه. موږ دلته شاو خوا سيکورټي ( حفاظتي) کامرې نصب کړي دي. د دې لپاره يو ښه مجهز کنټرول روم په تهکاوۍ کې لرو))

د ننګرهار والي عطاالله لودين د بانک له چارواکو وغوښتل چې په بانکي حسابونو کې له شفافيت نه کار واخلي.

(( هيله مند يو چې دا چونکې د پيسو اداره ده او د نغدو پيسو او اعتماد اداره ده، دا بايد له هر چا نه شفافه اوسې، په هر ځای کې عدم شفافيت ماټ ګوډ ګنجايش ولري، خلک به يې هضم کړي، خو مګر په فزيکي پيسو کې خلک دا حوصله نه لري، چې ناروا تصرفات وشي او بې اعتمادي موجوده اوسي، زموږ هيله د دې بانکدارانو او مرکزي بانک نه دا ده چې په دې برخه کې مستقيمي لارښوونې ولري.))

د ريحان شاهد په نوم د بانک يو تن کار کوونکي وايي چې پخوا يې ټول بانکي حسابونه په قلم سره کول، خو له دې وروسته به ټول هر څه کمپيوټري شي.

(( پخوا به سستم زموږ داسې و چې موږ به کلنی راپور يا په مياشت کې ليږه يا په هفته کې، اوس الحمد لله روزمره چې زموږ کومه انټري کيږي، يا دا چې زموږ کوم کار کيږي، زموږ له کارکرده ګۍ نه مرکز او ټول ولايات خبريږي، پخوا موږ په قلم کار کولو اوس الحمدلله هغه ټول کمپيوټرايز شوي دي.))

د يادولو ده چې د دغه ودانۍ په ځمکتله کې د موټرو لپاره تمځای، کتابتون، د غونډو تالار او جومات هم په اساسي بڼه جوړ شوي دي.
XS
SM
MD
LG