د لاسرسي ځای

د خوست شيخ زايد پوهنتون چارواکي وايي، چې سږکال د خوست ولايت د بیلابیلو ښوونځیو د دولسمو ټولګیو نږدې پنځه زره فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون لري.

د خوست شيخ زايد پوهنتون چارواکي وايي، چې سږکال د خوست ولايت د بیلابیلو ښوونځیو د دولسمو ټولګیو نږدې پنځه زره فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون لري، چې ۳۸۰ تنه يې نجونې دي، د دوی په وینا چې سږنیو ازموینو ته يې پوره تیارۍ نیولی او هڅه به وکړي، چې په ازموینه کې پوره شفافیت مراعات شي او د لایقو زده کوونکیو حقوق ضایع نه شي.


د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهندوی محمدرسول باوري د سه شنبې په ورځ د کانکور په پیلیزو مراسمو کې وویل، چې کانکور هم یوه ملي پروسه ده، چې شفافیت يې د ټاکنو په شان ډېرو ستړیاوو او هلو ځلو ته اړتیا لري:

((د کانکور ازموینې په اړه باندې چې یوه ملي پروسه ده او د ټول هېواد په سطحه داسې عملیات دي، لکه د انتخاباتو له پاره چې عملیات ترسره کیږي، همدومره زیار ته اړتیا لري او همدومره ستړیاوې او هلې ځلې غواړي، نن موږ په خوست کې تر ۴۹۰۰ تنو څه زیات ځوانان دوطلب لرو، چې کانکور ته راځي، موږ د کانکور هئیات ته ډاډ ورکړی دی، چې زموږ دکانکور امتحان به پوره شفاف وي، زما هیله دا ده، چې د شفافیت او د محصلانو کاندیدانو تر منځ د مشکل د لیرې کولو تر منځ توپیر وشي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز وکړ، چې باید د لویو ښارونو او نا امنو سیمو د زده کوونکیو ښوونیز شرایط سره پرتله شي او د تفکیک له مخې بیا ټولو ته تر یوه بریده د لوړو زده کړو زمینه برابره شي:

((د خوشالۍ ځای د دې په خاطر دی، چې په خوست کې چا فکر هم نشوای کولای چې حتا څلورسوه کسان دې کانکور ته اماده ګي ولري، ځکه چې دلته اوازې او ګنګوسې خو تل وې، ولې د ځوانانو او خویندو په خپل عزم سره، په خپل پوره تلاش سره او په خپل هغه استعداد سره یې نن دغه ځای ته ځان راورسوئ او دا يې ښکاره کړه، چې موږ که په هره لاره کې یو خپلې زده کړې کوو، په هیڅ صورت چاته اجازه نه ورکوي، چې د پیسو په مقابل کې یا د سفارشو په مقابل کې دې څوک کامیابه کړي، اما یوه توقوع ځني لرم، چې کابل، هرات او نور باید دې ولایت سره توپیر ولري.))

د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي په استازیتوب ډاکټر مرتضا مهران وویل، چې سږ کال یاد وزارت هڅه کړې تر څو د کانکور په ازموینو کې د درغلیو مخه ونیول شي او په همدې خاطر يې د ځنو تخنیکي تیاریو یادونه وکړه:

((زموږ استادان خبر لري، چې سږ کال د یو شمېر زده کوونکیو د شکایتونو پر اساس چې ویل به يې موږ به چې کله په پنسل باندې خانې تورولې، نو په وزارت کې به يې پاکولې او د خپلو ملګرو سره به يې مرسته کوله، بالاخره د لوړو زده کړو وزارت سږکال دا تصمیم نیولی، چې ټول د کانکور شاملین یا دوطلبان باید په تور رنګه خودکار قلم یا په تور نازک توش باندې دا کار وکړي، تر څو ګول نه شي او دا ډول ادعاوې ختمې شوې وي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون سربیره څلور د لوړو زده کړو موسسې او ګڼ د نیمه عالي تحصیلاتو مرکزونه په فعایت بوخت دي، چې دا مهال په کې تر پنځلسو زرو ډېر محصلان زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG