د لاسرسي ځای

د نولسمې پیړۍ جرمن شاعر هینریخ هین وايي ــــ ؛په کوم ځای چې څوک کتاب سوځولو ته پرېښودل شي یو وخت به داسې راشي چې بیا به دغه خلک د انسانانو له سوځولو هم ډډه ونه کړي. ؛

خواؤ شا اتیا کاله وړاندې د جرمني په برلن ښار کې د څلویښت زره خلکو په وړاندې په زرګونو هغه کتابونه وسوځول شول ــــــــــــ چې نازیانو ؛غیرجرمن؛ ګڼل. په واشنګټن ډي سي کې د هولوکاسټ موزیم د ویبپاڼې له مخه په دې کې د نړۍ د نوموړو لیکوالونو لکه هینریخ مین، برټولټ بریخت، البرټ آینسټاین، فرانز کفکا، سګمنډ فرایډ، ارنسټ هیمینګوې، کارل مارکس، جیک لندن او تهامس مین کتابونه شامل ول.


د دې کتابونو پر ضد کمپائن د نازي جرمنیانو د زده کوونکو اتحادیې غړو پیل کړی وو چې دغه شان له خپلو پوهنتونونو او کتابتونونو هغه کتابونه لیرې کړي چې په اصل کې ؛جرمن؛ نه بلل کیدل. دوی د جرمني په نولس ښارونو وګرځېدل او تر پینځه ویشت زرو ډېر کتابونه يې د اور لمبو ته وسپارل.

په دیارلسمه پیړۍ کې د چنګیز خان ځواکونو او بیا په هغه پسې نورو منګولو جرنیلانو په بغداد کې کتابتونونو ته اور پورته کړو او د کتابونو په شکل کې د عباسي خلافت د علم او پوهې خزانې يي وسېځېلې. او ساینسدانان او پوهان يې ورته ووژل. تاریخ لیکونکي وايي ـــ چې د دجله دریاب ته دومره ډېر کتابونه غورځول شوي ول چې اوبه يې د کتابونو سیاهۍ تورې کړې وې.

د کتابونو د سوځولو پر شا کلتوري، مذهبي یا علمي لاملونه وي. خو نتیجه يې راروانو نسلونو ته د ناپوهۍ، بې وزلۍ او بربادۍ په شکل کې مخې ته راځي. دا یواځې سیاهي او کاغذ ایرې کول نه دي بلکې د یو فکر سپکاوی دی. په بغداد کې د کتابتونونو د سوځولو اثر تر پیړو پاتې شو ـــــــ تر کالونو کالونو بغداد یو غیراباد ښار وو او د رنګ او رڼا کاروانونه پکې په ټپه دریدلي ول.

د نولسمې پیړۍ جرمن شاعر هینریخ هین وايي ــــ ؛په کوم ځای چې څوک کتاب سوځولو ته پرېښودل شي یو وخت به داسې راشي چې بیا به دغه خلک د انسانانو له سوځولو هم ډډه ونه کړي. ؛

په افغانستان کې څه باندې تیرو درو لسیزو جنګ جګړو یوازې زموږ کورونه وران نه کړل، یوازې خلک يي ونه وژل بلکې زموږ علمي، تاریخي، او کلتوري اثاثې پکې هم وسوځېدې ــــ نتیجه يې دا شوه د مینې او انساني ښېګړې کلتور د جنګ او تشدد په کلتور بدل شو ــــــــ موږ اوس خپلې څهرې هم نه پیژنو.

په ۲۰۰۳ م کال کې د سوات درې په مینګوره ښار کې یو ډېر تکړه ډاکټر په خپل کلینیک کې ډېر په بېدردۍ سره ووژل شو ـــــــ ګناه يې داوه چې د پښتنو په سیمه کې يې په ځینو جنسي ناروغیو کتاب لیکلی وو او دا ځینې خلکو ته منظوره نه وه چې په دغه رنځونو خبره وشي او د درملنې لارې چارې يې راووېستل شي. اوس هم دغه وطن دی چې د هنرمندې شبانې مړی پکې د سوات په ؛ګرین چوک؛ کې وغورځول شو او غزاله جاوید د پېښور په کوڅو کې درسم و رواج په دار وختله .

بیا دا هم نه ده چې د علم او کتاب پر ضد کمپاین به په دغه ځاي ودریږي ـــ دا وروورو فکرونه تور تاریک کړي، د تپوس کولو او تجسس جذبې مړې کړي، د ښایست رنګونه د بارودو په لوګو تور کړي او بیا سندره هم ساه ورکړي.

نن څوک دا تپوس نه شي کولی چې د مسودو نوموړی سندرغاړی کمال مسود په اسلام اباد کې چا وواژه او کنه ریښتیا په خپل کور کې د اور لګیدو له کبله مړ شو؟ هېڅوک دا نه وايي، چې د اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر اجمل خان ولې د وسله والو په ولکه کې دی او د پاکستان دا دومره لوی پوځ د هغه په راخوشي کولو کې ولې ناکامه دی؟ هېڅوک دا نه وايي چې دا په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې په زرګونو سکولونه وسېځل شو نو زموږ د نوي کهول سبا به څنګه وي؟

ناشناس څه شو؟ شاه ولي چرته دی؟ قمرګله څه شوه؟ اوس هم د افغانستان او پښتونخوا د لیکوالانو، استاذانو، سندرغاړو او هنرمندانو د وژنې لړۍ دوام لري ـــــــ او نور ګڼ هنرمندان او ولسپالي خبریالان په وطن پريښودو مجبوره شول. دا یوازې د ظلم او تشدد پیښې نه دي ـــــ دا د دې قام د تاریخ، فکر او ژوند د فلسفې مرګ دی.
XS
SM
MD
LG