د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کډوالو کارګرانو سره دې تشدد نه کېږي


د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې کډوال کارګران انسانان دي او بشري حقونه لري.


د بشري حقونو نړیوالې ادارې نن په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې نړۍ ته وریادول غواړي چې د له کډوالو کارګرانو حقونه باید ونه خوړل شي، دوی باید استحصال نشي او ورسره دې تاوتریخوالی نه کېږي.

په دې بیان کې خبرداری ورکړل شوی دی چې کډوالو کارګرانو ته دې ((د اقتصادي پرمختګ عاملینو)) په سترګه نه لیدل کېږي.

بیان پر دولتونو غږ کړی دی چې په هیوادونو کې دې د توکمپالنې او د کډوالو کارګرانو ضد نظریاتو پر ضد کار وکړي او هغه کسانو پر ضد دې ګامونه واخلي چې له کډوالو کارګرانو سره تاوتریخوالی کوي او یا ورسره توپیر پالي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې دا بیان د کډوالو کارګرانو نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی چې سبا لمانځل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG