د لاسرسي ځای

جرمني:انګېلا مېرکل د درېیم ځل لپاره وزیر اعظمه شوه


د جرمني پارلېمان نن په رسمي ډول انګیلا میرکل د درېیم ځل لپاره د وزیراعظمۍ په دندې تصویب کړه.


د میرکل کریسچن دموکرات ګوند درې میاشتې مخکې انتخابات ګټلې وو.

۵۹ کلنه میرکل به له یو سترایتلاف سره چې کریسچن سوسیال دموکرات او سوسیال دموکرات ګوندونه هم په کې یو ځای شوي، د څلورو نورو کلونو لپاره حکومت پر مخ بوځي.

میرکل چې؛ په ختیځ المان کې زیږیدلې او لویه شوې، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د جرمني د وزیر اعظمې په توګه ټاکل شوې وه.

د میرکل ستر ایتلاف به د جرمني د بوندیشتاګ یا ولسي جرګې له ۶۳۱ څوکیو څخه ۵۰۴ څوکۍ ولري.

په نوي کابینه کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه اورزولا وون لیین Ursula Von Leyen د جرمني د دفاع وزیرې په دندې ټاکل شوې ده.

ځیني څیړونکی وایي، لیین ممکن په راتلونکي کې د میرکل ځای ونیسي.

په نوې کابینه کې به له سوسیال دموکرات ګوند څخه فرانک والتر شتاینمایر د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وي.

نوموړی د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ موده کې هم د میرکل په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.
XS
SM
MD
LG