د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډه ختمه شوه


د غونډې مشري وزیر اعظم نواز شریف کوله. د پاکستان دولتي راډیو له وینا سره سم، په دې غونډه کې د هیواد د ملي سلامتیا نوې تګلارې په اړه خبرې وشوې.


د تګلارې مسوده به بیا فېډرالي کابینې ته د منظورې لپاره وړاندې کېږي. د قامي سلامتیا کمېټۍ په نننۍ غونډه کې د امنیتي او بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار، د پاکستان دفاع وزیر، د ګډو ځواکونو کمېټۍ مشر، د ټولو امنیتي ځواکونو مشران او د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر ګډون وکړ.

په غونډه کې په هیواد کې د امنیت وضعې په اړه هم خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG