د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکراین کې د اپوزیشن احتجاج


په اوکراین کې اپوزیشن پر خپلو ملاتړیو غږ کړی دی چې نن دې په پوره قوت پلازمېنې کیف ته ور ووځي.


دا مظاهره پر داسې وخت کېږي چې اوکراینی ولسمشر وېکټور یانوکووېچ په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوټین سره ګوري.

له شا و خوا څلور اوونیو راهیسې په کیف کې مظاهرې روانې دي. دا احتجاج کوونکي ځکه غوسه دي چې یانوکووېچ له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو تړون لاسلیک نه کړ.

د اوکراین حکومت مخالفې ډلې وېره لري چې یانوکووېچ ښايي د روسیې په مشرۍ په جوړ کسټمز یونین یا ګمرکي ټولنه کې د شریکېدو لپاره لومړي ګامونه واخلي.

تېره ورځ په برسلز کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو هڅه وکړه چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر ته باور ورکړي چې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې نېږدې اړیکي روسیې ته ګواښ نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG