د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي توغندیو سختې اندېښنې راپارولې


امریکا د هغو راپورونووروسته سخته اندېښنه ښودلی، چې وايي، روسیې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي له پولنډ او لیتوانیا سره د ګډ سرحد په اوږدو کې خپلو لویدیځو پولو ته لېږدولي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) وویل، واشنګټن له مسکوه غوښتي چې سیمه دې نه بې ثباته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مري هرف وویل، واشنګټن په کالینینګراد کې د سکندر توغندیو د ځای پرځای کولو له کبله له مسکو سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده. د سکندر توغندیو پرمختللې بڼه د پنځه سوه کیلومترو په واټن هدف ویشتلی شي.

پولېنډ او د بالټیک سمندرګي د غاړې دریو هېوادونو پرون (دوشنبه) خبرداری ورکړ چې؛ دا توغندي به د دوی پولو ته نژدې ځای پرځای شي.

مسکو له اوږدې مودې راهیسې ګواښ کړی و، چې په اروپا کې به د امریکا د توغندیو د پلان شوي دفاعي سیسټم په ځواب کې په کالینینګراد کې خپل توغندي ځای پرځای کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG