د لاسرسي ځای

کورمه کې چاودنې، دوه تنه مړه شپږ ژوبل


په کورمه کې په درو بېلا بېلو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي. د مشال راډیو خبریال وايي، دا چاودنې نن سهار په بره او منځنۍ کورمه کې شوې ده.


چارواکي وايي، په پېوړ ځنګل کې یو کس په ځمکه کې پر ښخ شوي بم وخوت چې پکې دی ژوبل شو. تر دې وروسته په پیوړ تنګي سیمه کې پر یوه ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاودنه شوې ده چې پکې دوه کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي دي. تر دې وروسته په کوټکي کې دوه کسان پر بم ختلي دي چې پکې دواړه کسان ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG