د لاسرسي ځای

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، که چیرې هغه ځمکې چې د ښوونکیو د کورونو د جوړولو له پاره د خوست په مرکز او ولسوالیو کې ځانګړي شوي د غاصبینو له منګولو څخه وژغورل شي.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، که چیرې هغه ځمکې چې د ښوونکیو د کورونو د جوړولو له پاره د خوست په مرکز او ولسوالیو کې ځانګړي شوي د غاصبینو له منګولو څخه وژغورل شي، نو د ښوونکیو د بې کورۍ ستره ستونزه به څه نا څه حل شي.


چارواکیو دا څرګندونې په خوست کې د ښوونکیو د نمرو د جوړولو له پاره د ځمکې د یوې ساحې د ویش له پاره د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې کوم، چې په همدې موخه تېر مازدیګر د متون مینې په ساجه کې جوړ شوي ول.

د پوهنې چارواکي وايي، چې دا ساحه به په خوست کې یو شمېر هغو ښوونکیو ته چې د پوهنې په ډګر کې اوږده کاري سابقه لري او د نوي نسل په روزنه کې يې د خپل عمر ډېرو کالونه پوهنې او زده کړو ته وقف کړي دي، د خوست ښار د ورغه کلي سره نږدې د ښاروالۍ د متون مینې د استوګنې کورونو په پروژه کې وویشل شي.

ښوونکیو ته د ۱۰۳ بابه کورونو له پاره د ځانګړې شوې ځمکې د وېش په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته وویل، چې د ښوونکیو په پروژه کې د ښاروالۍ او ښاري پراختیا ریاستونو له خوا ټول ضرورتونه په پام کې نیول شوي دي:

((په دې پروژه کې نه یوازې دا چې کورونه او نمرې به جوړیږي، بلکې په دې ځای کې به جوماتونه، کلینکونه، سړکونه او پارکونه به جوړیږي، د دې پروژې د افتتاح سره به سم د نمرو مالکین ښاروالۍ ته هغه ټاکلي پیسې او قیمت به ورکوي، زه امیدواره یم چې په راتلونکې کې به د ښوونکو نمرې که په سیګۍ کې دي او که په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې دي او که د خاني خوړ په سیمه کې دي، که دلته دي په ټولو ځایونو کې به انشاالله د دوی پروژې شروع کیږي، تر څو زموږ ښوونکي صایبان نمرې ولري او ارامه ژوند وکړي.))

د خوست پوهنې رئیس بخت نور بختیار مشال راډیو ته وویل، که چیرې ښوونکیو ته ټاکل شوې ساحه د غاصبینو له منګولو خلاصه شي، نو د ښوونکیو د بې کورۍ ستونزه به تر یوه بریده حل شي:

((بسنه خو نه کوي، ځکه دا یوازې د سلو تنو ښوونکیو له پاره کفایت کوي، خو د خوست دا ځمکه ډېره قیمتي ده که چیرې دا د نورو ولایتونو سره پرتله شي، ممکن د نورو ولایتونو د پنځو یا شپږو سوو نمرو قیمت ولري، دا نمرې ډېرې قیمتي دي، دا ځمکه ډېره قیمتي ده، بل دا چې دا ځمکه په ښار کې ده، د ورغه کلي د ځمکې کوریکي هم شوې ده، انشاالله په انتقال باندې يې کار کوو، په څلورو ولسوالیو کې د سموات په باغ کې هلته هم ۱۲۵ جریبه ځمکه راته والي صیب بیله کړې ده، که دا پروژې تکمیل شي، البته وخت به نیسي ځکه والي صیب هم وویل، چې هغه ځمکه په غصب کې ده، بیا به انشاالله د ښوونکیو د نمرو ستونزه هواره شي.))

دوه تنه ښوونکي جان محمد او محمد چې په یاده پروژه کې ورته د کورونو له پاره ځمکې ورکړل شوي مشال راډیو ته وايي، چې د استوګنې د پروژې نور ضرورتونه يې هم باید حل شي:

((۱-زموږ په پروژه کې دې اوبو ته، سړکونو ته، شنې ساحې ته، برق ته او نورو ضرورتونو ته دې پام وشي، خدای دې وکړي چې د اوسني وخت په شان سیمه ییزه اداره، قومونه او ولسونه همکاري وکړي، تر څو موږ په کې ښه خوشاله ژوند تېر کړو.

۲-زه د لټکو د لیسې ښوونکی یم، زه په اول سر کې د والي صیب نه ډېره مننه کوم، په راتلونکې کې له دوی نه دا غوښتنه هم کوو، چې موږ ته شنه ساحه، د اوبو سیسټم، د برق سیسټم راته تیار کړي او په دې برخو کې هم راسره مرسته وکړي.))


د یادونې وړ ده که څه هم په خوست کې د ښوونکیو د نمرو له پاره یو شمېر سیمې ځانګړې شوي او په رسمي مراسمو کې ویشل شوي هم دي، خو بیا هم سیمه والو د ښوونکیو له خوا د کورونو د جوړولو مخه نیولې او دا ستونزه تر اوسه هم په خپل ځای پاتې شوې ده.
XS
SM
MD
LG