د افغانستان د فواید عامې وزارت نن له یو شمیر خصوصي شرکتونو سره د اتو پروژو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
په دې پروژو کې په کابل او کندز کې د دوو سړکونو او دغه راز په بیلابیلو ځایونو کې د شپږو پلونو جوړول شامل دي چې ۲۲۶ میلیونه افغانۍ ورباندي لګیږي.
د یاد وزارت مرستیال احمد شاه وحید نن خبریالانو ته وویل، چې دا پروژې د کلیو د لارو د جوړیدو ملي پروګرام په چوکاټ کې عملي کیږي.
د فواید عامې وزارت وایي، د همدې پروګرام له مخې په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې په ټول افغانستان کې یولس زره کیلومتره سړکونه او څلور زره متره پلونه جوړ شوي دي.