د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کونړه تر نورستانه غځېدلې لاره له وسله والو پاکه کړل شوه


د کونړ چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو له دې ولایته د نورستان مرکز پارون ته غځېدلې لاره د وسله والو مخالفینو له موجودیته پاکه کړې او وروسته تر پينځو کلونو یې د خلکو په مخ پرانستله.


د کونړ والي شجاع الملک جلاله مشال راډیو ته وویل، چې دا لاره د ملي اردو او پولیسو د شپږ ورځنیو عملیاتو په نتیجه کې خلاصه شوې ده.

ښاغلی جلاله وایې دا لاره د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري بنده شوې وه.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو پوځي عملیاتو کې دوه ملکیان د ښخ شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي، پينځه سرتیري ټپيان شوي او له لسو زیات وسله وال مخالفین مړه یا هم ټپیان شوي دي.

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پيغام کې د لسګونه افغان سرتیرو د وژلو او یا ټپي کولو ادعا کوي، خو چارواکي دا ارقام ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG