د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د پاکستان و افغانستان یولسمه پارلماني غونډه


سېنېټر افراسیاب خټک
سېنېټر افراسیاب خټک

سېنېټر افراسیاب خټک وایي، دا د پاکستان او افغانستان د پارلماني غړو یولسمه غونډه ده او دا تشې غونډې دي بلکې د دواړو هېوادونو پارلماني غړي د همدغونډو خبرې خپلو پارلمانونو ته د لا نور بحث لپاره وړي.


د پاکستان او افغانستان د پارلماني غړو ترمينځ دوه ورځنۍ غونډه به سبا په کابل کې پېلېږي. په غونډه کېد گډون لپاره د پاکستاني پارلمان یو ديارلس کسیزه پلاوی چې مشري یې سېنېټر افراسياب خټک کوي نن ددوشنبې پر ورځ کابل ته روان شو.


دغه غونډه د پاکستان یوې غیر سرکاري ادارې پیلډاټ لخوا جوړه شوي.

د دغه غونډي په اړه سینیټر افراسیاب خټک وایي، دا د پاکستان او افغانستان د پارلماني غړو یولسمه غونډه ده او څوک دې دا نه وايي، چې دا تشې غونډې دي او خبرې به یې باد یوسي بلکې د دواړو هېوادونو پارلماني غړي د همدغونډو خبرې خپلو پارلمانونو ته د لا نور بحث لپاره وړي.

تر دې وړاندې هم د پاک افغان د پارلماني غړو لس غونډي په کابل او اسلام اباد کي تر سره شوي دي.

په دې اړه د مشال راډيو خبریال احمد الله ګزارش
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG