د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي کودتاوو مخنیوی: د پوځي وخت ټول قوانین باید ختم کړل شي


همداني وايي، که پاکستان جدي وي چې تل تر تله د پوځي امریتونو ور وتړي نو باید ځینې انقلابي ګامونه واخلي.

شنونکی یاسر لطیف همداني لیکي، په پاکستان کې یوه پوځ مشر بل هغه ته دنده وسپارله. دا ښه خبره ده. دی وايي، له دې دا برېښي چې ښايي پوځ پر دې پوه شوی دی چې مسلکي والی ورته ښه دی او په سیاسي معاملو کې ګوتې وهل یې حیثیت خرابوي.


دی لیکي، په عین وخت کې حکومت د پخواني پوځ مشر جنرال پروېز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمه هم روانه کړې ده. همداني وايي، دی د مشرف پر ضد د دې مقدمې مخالف دی. دی وايي، دا عمل یوازې یو کس نیسي او پوره مسله نه هواروي. د ده په اند، د مشرف مقدمه که هره نتیجه ورکړي خو په راتلونکې کې د پوځي کودتاګانو مخه نشي نیولای.

همداني وايي، که پاکستان جدي وي چې تل تر تله د پوځي امریتونو ور وتړي نو باید ځینې انقلابي ګامونه واخلي.

د ده په خبره، لومړی خو باید پاکستان د ټولو پوځي ادوارو یا دورونو جوړ قوانین ختم کړي. د پاکستان پارلېمان باید له ۱۹۵۸ز کاله تر ۱۹۶۲، له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۱، له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۵ او بیا له ۱۹۹۹ز کاله تر ۲۰۰۲ز کال پورې ټول قوانین چې پوځ جوړ کړي دي او په ایین کې بدلونونه یو ځل ختم کړي. ان دا چې که پوځ ښه قوانین هم جوړ کړي وي باید ختم کړل شي.

بیا باید پارلېمان د پوځي مشرانو د واکمنۍ وخت قوانینو په پایله کې ټول اخیستل شوي ګامونه او کارونه ناقانونه وګرځوي. د دې کار کولو لپاره باید ځانګړي عدالتونه جوړ کړل شي. د ښو پوځي قوانینو بیا جوړولو لپاره باید پارلېمان نوې قانون جوړونه وکړي. پارلېمان باید د هغو قوانینو په نتیجه کې خلکو ته پر ورکړل شوي حفاظت او استثنا بندیز ولګوي.

یاسر لطیف همداني لیکي، د دې کار اثر به ډېر پراخ وي. د پاکستان عدالتونه به لسیزو ته اړتیا ولري چې د دې قوانینو اثر پاک کړي. هغه کسان چې د پوځي امریتونو په وخت کې یې ګټې تر لاسه کړې دي، هغوی به د خپلو ګټو ساتلو لپاره هلې ځلې کوي او پر دې وخت به هغوی عدالتونو ته ښکاره شي. نو باید دا ټول کسان، که د بیوروکراسۍ ول، که د پوځ، که د سیاسي ګوندونو او که وکیلان، له یوه انتخاب سره مخامخ شي. یا خو پر دوی باید د غدارۍ مقدمې وچلول شي او یا هم دوی باید د جوړ جاړي او ریښتیا ویلو یو بیان لاسلیک کړي.

له دې عمل سره به په پاکستان کې د کودتاګانو او د دې ګودتاګانو ملاتړیو د هلو ځلو مخه تل تر تله ونیول شي.

همداني لیکي، د جنرال ضیا الحق په وخت کې ځينې اسلامي قوانین جوړ او عملي شول. نو چې ټول قوانین ختمېږي نو اسلامي ډلې او ګوندونه به یې مخالفت کوي. دا اسلامي ډلې وايي چې د دوی قوانین د ټولنې لپاره تر ټولو غوره هغه دي.

همداني زیاتوي، دې اسلامي ډلو او ګوندونو ته دې وویل شي چې سمه ده، همدا قوانین اوس په جمهوري طریقې، د پارلېمان له لارې باید د جوړولو او عملي کولو هڅه وشي.
XS
SM
MD
LG