د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سکولونه وران، نجونه و هلکان له زده کړو بې برخې


په پښتونخوا او فاټا کې بیا بیا د ترهګرو له خوا سکولونه په بمونو ورانېږي
په پښتونخوا او فاټا کې بیا بیا د ترهګرو له خوا سکولونه په بمونو ورانېږي

په پښتونخوا او فاټا کې بیا بیا د ترهګرو له خوا سکولونه په بمونو ورانېږي، چې له کبله یې په سیمه کې په لسګونه زره ماشومان له تعلیمه محرومه دي.


د کورمې اجنسۍ وګړي وايي، د سیمې په سلګونه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي. د دوی په خبره په سیمه کې د نجونو او هلکانو ډېری سکولونه د ترهګرۍ په بریدونو کې وران شوي دي.


د کورمې چارواکي وايي چې د سکولونو بیا رغونونه یې په لومړیتوبونو کې ده. او خپله د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د سکولونو بیا جوړولو چارې دې ژر تر ژره پېل کړل شي.

د مشال خبریال طارق اورکزي ګزارش
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG