د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي افغان طالبان سولې ته سنجیده نه دي



د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو او د قامي سلامتیا مشیر سرتاج عزيز په اسلام اباد کې ، له مشال ریډیو سره په خبرو کی وویل : د پاکستان دکوششونو باوجود افغان طالبان ، د سولي عالي شورا سره مذاکراتو کې سنجيده نه دي او دغه خبري په باقاعده توګه لا نه دي شورو شوي .

سرتاج عزیر پرون د جنوبي ایشیا د میډیا یو سازمان سیفما لخوا په اسلام اباد کي د افغانستان او پاکستان په اړه د یو کانفرانس وروسته مشال ریډیو سره په خبرو کي داڅرګندونې وکړې.

سرتاج عزیز واي ملا برادر ته يي سیکیورټي ورکړي، او چې د چا سره هم غواړي لیدلی شي، او زیاتوي د امریکا سره دفاعي او امنیتي تړون لاسلیکول د افغانستان داخلي مسله ده.

XS
SM
MD
LG