د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیلسن منډیلا په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو



د جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی جمهور رئیس نیلسن ماندیلا نن (یکشنبې) په خپل پلرني کلې قونو کي خاور ته وسپارل شو او یو ځل بیا یي مینه والو او ملاتړو په مړینې اوښکې تویې کړي.


د ماندیلا تابوت په خاصو پوځې مراسمو سره او د توپ په ۲۱ ډزو هغې خیمې ته یوړل شو چې شاوخوا یي څلور نیم زره کسان راټول شوي وو او د وروستي ځل لپاره یي خپل محبوب مشر ته په مخه ښه وویله.
د ماندیلا تابوت د جنوبي افریقا پر بیرغ پوښل شوی و او له پاسه یي د غوایي پوستکی اچول شوی و او دغه راز ۹۵ شمعې هم روښانه شوې وې چې هره یوه یي ددغه ستر شخصیت د عمر د کلونو او مبارزو اهمیت په ډاګه کاوه.
د نن ورځې په مراسمو کي د افریقا د ملي کانګرس ANC مرستیال سیریل رماپوزا مراسمو د پیل وینا وکړه. د ماندیلا میرمن ګراسا میشیل چې د ماندیلا د ژوند په وروستیو میاشتو کي یي تل د بستر په څنګ کي ولاړه وه، او دغه راز د ماندیلا پخوانۍ میرمن ویني مدیکزیلا ماندیلا ډيرې خپه او ماڼیجنې ولاړې وې.

په مراسمو کي د جنوبي افریقا د اپارتاید ضد مشران جورج بیزوزو، دیزموند توتو او د ماندیلا بل پخواني ملګري احمد کاترادا هم ګډون کړی او په ویناو کي یي په ژړغونې آواز خپل تاثرښکاره کړ.

احمد کاترادا چې له نیلسن ماندیلا سره یو ځاي په ۱۹۶۳ م کال کي په عمري بند محکوم شوی و، د خبرو پر مهال یي وویل، له نن نه ۶۷ کاله وړاندي ما د لومړي ځل لپاره نیلسن ماندیلا لیدلی و. ده وویل، په زندان کي ماندیلا لکه یو قوي سوک وهونکی ډير تکړه و او شاقه کارونه به یي له نورو بندیانو څخه په ښه ډول تر سره کول. خو ماندیلا مي په روغتون کي بیمار او ناتوان ولیده چې په خپل سیوري تکیه و. ده وویل، مبازره نه دریږي.
احمد په وینا کي وویل، ماندیلا مونږ، تا د آزادۍ جنګیالې ته سلام کوو. الله دي مل شه زما ګرانه وروره، زما مشره. ما خپل یو ورور له لاسه ورکړ او اوس نه پوهیږم چې چاته مخ واړوم.

د احمد خبرو د بهرنیو راغلو شخصیتونو او پیژندل شویو څیرو لکه د بریتانیا د شهزاده چارلز او د امریکا د تلویزیونې خپرونو مشهورې ویاندې یا د خبرو ملکې اوپرا وینفري په ګډون، په مراسمو کي ناست خلک ، وژړول.
د جنوبي افریقا مشر جیکب زوما په وینا کي وویل، په مونږ فرض ده چې د ماندیلا لار تعقیب کړو. ده وویل، تاتا (پلاره) د یوه شی ډاډ نن درکوو لکه څنګه چې ته د خپل ژوند تر وروستي ګامه پوري پر مخ لاړي ، جنوبي افریقا به مخ پر وړاندي ځي. جنوبي افریقا به ځکه پر مخ ځې چې مونږ ستا د بري مبارزې ته دوام ورکوو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG