د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو د کونړ ولایت له وسله والو پاکه کړې"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ افغان ځواکونه توانیدلي چې په تېرو درېیو ورځو کې د عملیاتو په پایله کې د کونړ ولایت د "چپې درې" مرکز له وسله والو مخالفینو څخه پاک کړي.


راپورونه وایي، د دغو عملیاتو له پیله تر اوسه شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

"د کورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبري غونډي ته ویلي چې؛ د دغو عملیاتو پر مهال د چپې درې شپږ کلي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي."

ښاغلی صدیقي وایي، دغه عملیات لاهم دوام لري او تر اوسه د افغان ځواکونو درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

نوموړي هیله وښوده چې؛ په راتلونکو څو ورځو کې به د دې ولسوالۍ ټولې سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG