د لاسرسي ځای

ایران د دوهم ځل لپاره فضا ته یوه بیزو واستوله


ولسمشر حسن روحاني په خپلې ویب پاڼه کې ویلي؛ دا بیزو فضا ته د ایران له خوا جوړ شوي توغندي (پژوهش) کې استول شوې ده. په دې توغندي کې د لومړي ځل لپاره د سوونګ مایع مواد کارول شوي دي.


د روحاني په ویب پاڼه کې لیکل شوي چې؛ د دغې بیزو نوم "فرګام" دی او روغه جوړه بېرته ځمکې ته راستنه شوې ده.

تهران تل د خپل ساینسي بري خبرې کوي، خو ګرانه ده چې په مستقل ډول تايید شي.

د ایران اسلامي جمهوریت په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې؛ په بري سره یې له فضا څخه ځمکې ته بېزو راستنه کړې ده. هغه مهال هم د ایران د ادعا په اړه پوښتنې مطرح شوې وې او دا ځکه چې خبري رسنیو ته دوې مختلفې بیزوګانې ښودل شوي وې.

لویدیځ اندیښنه لري چې، د ایران د فضایي تکنالوژۍ په پراختیا سره ممکن دا هېواد د اوږده واټن ویشتنې او اټومي ګولۍ لرونکي توغندي جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG