د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین: د حکومت پلویان د خپل ولسمشر په ملاتړ لاریون وکړي


د اکراین د حاکم ګوند پلویان غواړي چې نن شنبې پر ورځ د ولسمشر ویکتور یانوکویچ په ملاتړ لاریون وکړي او د هغه د دې پریکړې ننګه وکړي چې؛ له اروپایي ټولنې سره یې د همکارۍ تړون نه دی لاسلیک کړی.


تمه ده چې د یانوکویچ د پلرني ټاټوبي، ختیځ زون په زرګونو کسان نن په مرکز کیف کې په دې لاریون کې برخه واخلي.

دغه حکومت پلوه مظاهره کوونکي به د اروپا په میدان کې راغونډ شي، دا سیمه د خپلواکي میدان ته نژدې ده. د خپلواکي میدان د اروپا پلوه مظاهره کوونکو مرکز دی.

ولسمشر یانوکویچ د جمعې په ورځ د اپوزسیون له مشرانو سره غونډه وکړه؛ خو په دې خبرو کې څه پرمختګ ونه شو او ولسمشر د اپوزسیون دا وړاندیز رد کړ چې دی استعفی وکړي.

په اکراین کې د حکومت پرضد مظاهرې تیره میاشت وروسته تر دې پیل شوې چې ولسمشر له اروپایي ټولنې سره د نژدې کیدو د یوه تړون له لاسلیک کېدو ډډه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG