د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تنخاګانې تر مسیحي اختر مخکې غواړو.'


"موږ خپل حق غواړو چې خپلې د کرسمس خوشاليانې ولمانځو"

پاکستان اقليتي رابطه پارټې او عيسايې مذهب سره تعلق لرونکې يو شمير خلکو حکومت څخه غوښتې ده چې کرسمس راتلو نه دې پنځه ورځې مخکې دوي ته تنخواګانې ورکړې.


پاکستان اقليتي رابطه پارټې چيرمين او اقليتونو مشر ډاکټر سټيفن سليم همدرد مشال راډيو ته وويل هر کال د دوي خلکو ته په ٢٤ دسمبر تنخواګانې ورکړې کيږي د څه له وجې چې خلک نشي کوالاې د کرسمس لپاره نوې جامې ، پيزار او د کور نور ضرورت شيان واخلي. نو پکار ده چې حکومت يو څو ورځې مخکې دوي ته تنخواګانې ورکړي.

"حکومت له خو پکار وه چې تنخوا سره د کرسمس تحفه هم ورکولې خو موږ صرف خپل حق غواړو ، بس هغه دې راکړې. سرکاري ټول محکمو کې زموږ خلک کار کوي نو زه صوبايې حکومت سره وفاقي حکومت نه مطالبه کوم چې په شلم دسمبر دې تنخواګانې ورکړې شي"

دغه رنګ د پيښور د مسيحي عوامي سوسايټې چيرمين جاويد پيارا وايې د دوي د خلکو هم دې ورځې ته سترګې وي خو د غريبې له وجې دوي نشي کوالاې چې مخکې نه ځان ته څه انتظام وکړي.

"زموږ خلک دا وايې چې په شلمه نيټه موږ ته تنخواګانې نه ملاويږي نو بيا يې فايده څه شوه. ټول کال محنت مزدوري وکړو خو بيا هم دوی موږ ته د کرسمس لپاره په وخت تنخواګانې نه راکوي او څلورويشتم دسمبر راکوي چې بيا پرې ځان ته څه اخيستی هم نشو. موږ خپل حق غواړو چې خپلې د کرسمس خوشاليانې ولمانځو"

د دې تر څنګ د شاهين مسلم ټاون پخوانې کونسلر مشتاق مسيح وايي:

"زموږ خلک ډير غريب دې. کومه تنخوا چې دوي موږ په دريشتم او څلريشتم دسمبر راکوي که لږه يې په وخت راکړې نو زموږ د خلکو د جامو ، پيزار او نور د کور شيان به پرې په وخت راشي. ځکه چې دې ورځو کې ګرانې ورسره هم سيوا کيږي او په صوبه کې چې کومه د بدلون خبره کيږي نو پکار ده چې عيسايې برادري ته د دې نه فايده ورسي"

کله چې مشال راډيو پدې مسله د خيبر پښتونخوا وزيراعلى د اقليتي چارو مشير ډاکټر سوران سنګ سره رابطه وکړه نو د هغه وينا وه:

" د دوي چې کومه غوښتنه ده نو هغه په حقه ده . انشالله زموږ وزيراعلى به د دې خبر اخلې. او دا تاسو تسلي ساتې دا د انصاف حکومت دې پدې کې به چا سره بې انصافي نه کيږي او زموږ کوشش دې چې دوي ته د کرسمس نه مخکې تنخواګانې ورکړو"

د ذکر ده عيسايې برادرې هر کال د دسمبر په ٢٥ نيټه د حضرت عيسى د پيدايش ورځ په لړ کې مذهبي جوش او عقيدت سره کرسمس خوشاليانې لمانځي.
XS
SM
MD
LG