د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان له چا نه ډاریږي


Afghanistan: President Karzai addressing a
Afghanistan: President Karzai addressing a

ولسمشر حامد کرزی وايي، له واشنګټن سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره تر فشارونو لاندې نه شي راتلای او هڅه یې کوله چې هند له افغانستان سره زیاتو پوځي مرستو ته وهڅوي.

ولسمشر حامد کرزی وايي، له واشنګټن سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره تر فشارونو لاندې نه شي راتلای او هڅه یې کوله چې هند له افغانستان سره زیاتو پوځي مرستو ته وهڅوي.


ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې؛ هیڅ څوک یې له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک ته نه شي مجبورولای.

جمهور ریس کرزي نن (جمعه) د هند له (NDTV) ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې؛ د امریکا له خوا سختې خبرې ځای نه نیسي ځکه افغانستان داسې ولس نه دی چې؛ زور او فشار ته تسلیم شي:

"که موږ دوستان یو، که متحدان یو نو ضروري ده چې باید د دوستانو او متحدانو په څير چلند راسره وشي.

دوی ته نه ښايې چې روانې حملې راباندې وکړي."


د کابل او واشنګټن ترمنځ د دفاعي او امنیتي تړون له مخې به امریکا او د دې هېواد متحدان ۲۰۲۴ (میلادي) کال پورې افغانستان ته اقتصادي او پوځي مرستې کوي.

همدا راز، یو شمېر امریکايي روزونکي به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې وي.

متحدو ایالاتو هیله درلوده چې؛ هند به ولسمشر کرزی وهڅوي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

جمهور ریس حامد کرزي هند ته د درې ورځني سفر په پيل کې له وزیر اعظم من موهن سنګ او د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید سره وکتل.

ښاغلي کرزي هندي چارواکو ته ډاډ ورکړ چې؛ له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړېوالو سوله ساتو ځواکو وتل په دې معنی نه ده چې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته به طالبان په افغانستان کې قدرت ته رسیږي.

ولسمشر کرزي له (NDTV) سره په مرکه کې پر هغو شرایطو ټینګار وکړ چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره یې وړاندې کړي دي:

"موږ به یې لاسلیک کړو، خو کله چې دا ډاډ ولرو چې د دې سند امضا به افغانستان ته امنیت راولي او د سولې پروسه به پيل کړي او افغانستان به د امنیت او سوکالۍ احساس وکړي."

ولسمشرکرزي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون موافقه په پيل کې تایید کړې وه، خو وروسته یې وویل چې دا تړون یوازې تر انتخاباتو وروسته لاسلیکیدلای شي. ولسمشر کرزي د افغانانو پر کورونو د حملو پر ضد هم خبر داری ورکړ.
XS
SM
MD
LG